د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: چاودنې د امنیتي ځواکونو ۴ سرتېري ووژل


په قبایلي سیمې کورمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او نهه ژوبل دي.

په قبایلي سیمې کورمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او نهه ژوبل دي.


پېښه نن سهار شا و خوا نهه بجې په منځنۍ کورمه کې شوې ده. یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د امنیتي سرتېرو قافله له ټله کورمې ته روانه وه چې په سپېرکټ سیمه کې د چاودنې ښکار شوه.

هلته په پېښور کې د پولیسو پر څوکیو د وسله والو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی دی. دا برید نن سهار د پېښور په وزیرباغ کې د توحید اباد پر څوکۍ شوی دی.

بل پلو په مومندو کې د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او بل ژوبل دی. پېښه په پړانګ غار تحصیل شوې ده. د بریدونو پړه چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د اوربند تر اعلان وروسته بریدونه هم دوام لريږ

له پاکستانیو طالبانو سره د خبرو لپاره جوړه کمېټي وايي، د اوربند تر اعلان وروسته هم وسله وال بریدونه د جوړ جاړي بهیر ته تاوان رسولای شي.

د پاکستان دولتي راډیو له وینا سره سم، تېره ورځ د حکومتي کمېټۍ غړو په اسلام اباد کې غونډه وکړه.

په غونډه کې په اسلام اباد او قبایلي سیمې خیبر کې د شویو حملو په اړه خبرې وشوې. د کمېټۍ غړو له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره هم ولیدل.
XS
SM
MD
LG