د لاسرسي ځای

د سوات په دغه لاسي صنعت کې پنځویشت زره کسان کار کوي، دغه ورېښمین کالي بیا د پاکستان نورو سیمو ته لېږل کیږي، چې هلته ترې جامې او نور رنګ رنګ شیان جوړیږي.

اې ایف پي خبري اژانس په خپل یو رپوټ کې لیکي، د خیبر پښتونخوا په سوات کې د طالبانو د لرې کیدلو پنځه کاله وشو، خو دغلته د ورېښمو صنعت تر اوسه خپل پخواني ځای ته ندی راغلی. په دغه کار کې یو شوکت علي هم دی.


د هغه کورنۍ د ۱۹۶۰ په لسیزه کې له لاهوره و سوات ته کډه شوي دي. او هلته یې د ورېښمو کار شورو کړ. هاغه وخت په سوات کې له ورېښمو په شالونو، جامو او نور د ضرورت په شیانو کار ډېر غوړېدلی وو، او خلکو به ډیر خوښولو، چې دغه مشهورتیا یې تر ننه پورې نده ختمه شوې.

د سوات په دغه لاسي صنعت کې پنځویشت زره کسان کار کوي، دغه ورېښمین کالي بیا د پاکستان نورو سیمو ته لېږل کیږي، چې هلته ترې جامې او نور رنګ رنګ شیان جوړیږي.

سوات په پاکستان کې داسې ځای وو ، چې د ورېښمو داسې کار کیدلو چې د پنجاب او کراچۍ کارخاني پرې روانې وې، او داشان دا د پاکستان په دې لحاظ یو مهم مرکز جوړ شو.

د شوکت علي کورنۍ هم د ورېښمو د کار له وجې په سوات کې اباده شوې وه، او تر ۲۰۰۷م کال وړاندې یې دغلته د څه نا څه ۵۰۰ د ورېښمو د کارخانو د مشینونو مرمت کولو. هغه وایي ده به د میاشتې اتیا زره روپۍ ګټلې، او کله چې طالبان راغلل نو د ده مشینونه هم ودریدل . هغه وایي اوس پرې د خلکو په زرګونه روپۍ قرض دی، او کار یې هم ټپه ولاړ دی.

په سوات کې طالبان په ۲۰۰۷م کال کې راغلل، او څه دوه کاله وروستو د پوځي عملیاتو له لارې د دغه سیلانۍ سیمې نه وویستل شول. د طالبانو په دور کې په خلکو ډیر ظلمونه وشول، په چوکونو او سړکونو به مړې غورځول کیدل، ښځې په درو (کوړو) ووهل شوې، او داشان کارخانې لوټ شوي، او مزدوران یې وتښتیدل.

په سوات کې د یوې کارخانې مالک علي محمد وایې د وسلوالو په واک کې د راتللو سره تر دیرشو پورې کارخاني په مکمله توګه تباه شوې دي، او دی هم د تباه شوو مشینونو سره په خپله کارخانه کې وي.

اې ایف پي لیکي اوس د کارخانو مالکان داسې هېڅ هیله نه لري، چې ګنې د ورېښمو صنعت به بیا خپل پخواني عادي حالت ته راشي . د سوات سوداګرۍ خونې (د چیمبر اف کامرس) مشر احمد خان وایي د صوبې حکومت ورسره د مرستو اعلانونه کړي وو، خو هغه هم تشې خبرې وختلې.
XS
SM
MD
LG