د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ۱۴ زره مشکوک کسان نیول شوي


د چارواکو په خبره په نیول شویو او وژل شویو کسانو کې یو شمېر کسان د وسله والو ګوندونو، کلنګ اخیستونکي او په هدفي او فرقه ایزو نښتو کې ککړ عناصر شامل دي.

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ښار کې د پلټنیزو عملیاتو په ترڅ کې یې نزدې ۱۴ زره مشکوک کسان نیولي دي. د دې ترڅنګ په دې موده کې د وسله والو سره په مبینه مقابلو کې له سلو زیات وسله وال وژل شوي دي.


د چارواکو په خبره په نیول شویو او وژل شویو کسانو کې یو شمېر کسان د وسله والو ګوندونو، کلنګ اخیستونکي او په هدفي او فرقه ایزو نښتو کې ککړ عناصر شامل دي.

د ایم کیو ایم ګوند د مطبوعاتو د څانګې مسول قمر منصور مشال ریډیو ته وویل د عملیاتو په موده کې یوازې د دوی د ګوند غړي په نښه شوي او په ښار کې د موجودو طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد هېڅ نه دي شوي:

''د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین او ددغه ګوند رابطه کمیټۍ هر وخت په زغرده دا ویلي دي چې د کراچۍ ښار په لویه برخه وسله وال قابض دي او چې کله او چرته هم هغوي وغواړي کاروایي کولی شي ، دوي په ښار کې بې شمیره دغه ډول عملیات کړي هم دي خو بیا هم په روانو عملیاتو کې د دوی پر ضد هغسې کاروایي نه کیږي څنګه چې پکار ده''

قمر منصور زیاته کړه د عملیاتو په ۶ میاشتو کې ددوي د ګوند په لسګونو غړي وژل شوي او په سلګونو نور نیول شوي دي.

عوامي نېشنل ګوند هم په کراچۍ کې یو له لویو ګوندونو څخه دی ، ددغه ګوند چارواکي وایي د کراچۍ په پښتون میشتو سېمو کې تر اپریشن مخکې او د اپریشن له تېرو ۶ میاشتو راهیسې هم هغه شان حالات دي او هېڅ ډول بدلون پکې نه دی راغلی، د یاد ګوند رهنما بشیرجان په دې اړه وايي:

''په دې اپریشن کې د کراچۍ د پښتنو کورونو ته پولیس او رینجر راوړي او زموږ د شریفو خلکو په کورونو چاپې وهي خو له دې سره بیا هم له دې اپریشنه تراوسه د کراچۍ د پښتنو سيمو ته هېڅ ګټه نه ده رسېدلې، موږ قانون نافذونکو ادارو ته په سلګونو د کلنګ اخیستونکو د ټلیفون شمیرې هم ورکړې په سلګونو ځایونه مو وروښودل خو د دوی پر خلاف تر اوسه هېڅ نه دي شوي، او ددې نتیجه دا ده چې د کراچۍ په پښتون میشتو سېمو اوس هم د بدامنۍ اوکلنګ اخیستنې پیښې د پخوا په شان دوام لري''

بلخوا د کراچۍ پولیس چارواکي د سیاسي ګوندونو دغه تورونه ردوي ، چارواکي زیاتوي د عملیاتو له امله په تېرو شپږو میاشتو کې په کراچۍ کې د ورځې په بنیاد ترسره کېدونکې وژنې او د کلنګ اخیستنې پیښې راکمې شوي دي ، او په ښار کې تر مکمل امن راوستو به دغه عملیات جاري ساتي.
XS
SM
MD
LG