د لاسرسي ځای

په کرایمیا کې د روسیې پوځ موجودګي، د هیواد ونډو بازار تاواني کړی دی


سرچینه: فنانشل ټایمز
ژباړه: شاهین بونیری


فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، کله چې په کال ۱۹۶۸ م کې شوروي اتحاد په چیکو سلواکیه قبضه وکړه نو د ماسکو سټاک مارکیټ نه وو غورځیدلی. او د هغې وجه دا وه چې په هغه وخت کې روسیې د ونډو بازار نه درلود. خو دا اوس چې روس خپل ځواکونه کرایمیا ته ولیږل او دغه سیمه يي په قابو کې واخیسته نو د روسيې ونډو بازار لس فیصده پرېوت.


د دې نه اندازه لګیدلې شي چې د یو نوي سوړ جنګ د پیلیدو خبرې ټیک نه دي. په کال ۲۰۱۴م کې د کرایمیا اقتصادي او سیاسي صورتحال په کال ۱۹۶۸م کې د چیکو سلواکیه د صورتحال نه بالکل جدا دی. روس هغه سوویت یونین نه دی چې تر برلن د دیواله پورې غزیدلې وو. ددغه سیمو د بایلات نه وروستو پوټین په دې هڅه کې دی چې یوکراین د روس په اثر کې اوساتي.

ورځپاڼه لیکي ـــ د تیر وخت په شان نړۍ دا وخت په دوو بلاکونو یا برخو کې نه ده ویشل شوی چې د یوبل سره په اقتصادي او سیاسي میدانونو کې دشمني په غاړه واخلي. د سویت یونین د ماتیدو نه وروستو روس په نړیوال سرمایه دارانه نظام ورګډ شوې دی. د روس اقتصادي او ټولنیز ژوند اوس په مغربي نظام کې ورننوتې دی دا ټیک ده چې د مشرق او مغرب ترمینځ په اړیکو کې ترینګلتیا شته ــ خو دا مبارزه اوس په یو نوي میدان کیږي او قاعدې قوانین يي هم بدلې دي.

کیدای شي کریملن دا فکر کوي چې د روس سره د مغرب کاروباري اړیکې د روس سره مرسته وکړي او کیدې شي پوټین دا باور لري چې د مغربي هیوادونو د بهرنیو چارو پالیسي سرمایه دار مخ پر وړاندې بوځي کوم چې به دې خبرې له هیڅ کله اجازه ورنکړي چې په روس کې د هغوي سرمایه د خطر سره مخ شي.

ولې بیا هم باید پوټین په دې خبره ځان پوهه کړي چې اوس د مغرب او روس اقتصاد په یو بل اډاڼه لري او که چیرې پوټین داسې څه ناسم ګام پورته کوي نو د روس لپاره به اقتصادي تاوانونه راوړي. هم دغه رنګ د مغرب له خوا په روس اقتصادي بندیزونه او د روس په مخه وریزو خلکو د ویزې پابندۍ دغه ستونځې نورې هم پیچلي کولی شي.
XS
SM
MD
LG