د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل که سوله غواړي نو سختې فیصلې باید وکړي، اوباما


واشنګټن - د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي، که اسراییل غواړي چې له فلسطینیانو سره یې د امن خبرې اترې بریالۍ شي نو ځینې سختې فیصلې به کوي.


نوموړي دا څرګندونې د ګل پر ورځ ناوخته په سپینه ماڼۍ کې له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ګډې وینا پر وخت وکړې.

اوباما وویل، اوس هم د دوو دولتونو یا ریاستونو جوړېدل امکان لري خو دا به ګران کار وي.

د دې په ځواب کې نتنیاهو وویل، اسراییل د امن د ودې لپاره بې مثاله ګامونه اخیستي دي او دا اوس په فلسطینیانو منحصره ده چې د سولې لپاره خپل کردار ترسره کړي.

اسراییل او فلسطین له تېرو اووه میاشتو راهیسې مستقیمې خبرې کوي – د دې خبرو پړاو به د اپرېل میاشتې تر اخره پای ته ورسي.

ولسمشر اوباما د ایران په اړه د خبرو پر مهال یو ځل بیا د خپل کلک هوډ ښودنه وکړه چې ایران به اټومي وسله نه تر لاسه کوي.

خو نتنیاهو پر دې ټینګار وکړ چې ایران ته په کار دي د اورانیمو له غني کول په بشپړه توګه وځنډوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG