د لاسرسي ځای

د هرې حملې پړه پر طالبانو اچول مناسبه نه ده، سمیع الحق


په پاکستان کې د طالبانو په استازیتوب د جوړې کمېټۍ مشر مولانا سمیع الحق ویلي د هر وسله وال برید پړه پر طالبانو اچول مناسب کار نه دی.

نوموړي دا خبره، په اسلام اباد کې د دوشنبې ورځې حملې په تناظر کې کړې ده.

ده وویل، دا ځل به له حکومتي کمېټۍ سره د خبرو پر وخت د بندیانو پر تبادلې غږېږي.

د سمیع الحق په خبره ((موږ ته د طالبانو له خوا د بندیانو نوملړ راکړل شوی دی چې حکومت ته به یې ورکوو. بل دا چې حکومت ته په کار دي چې د [سولې] خبرو لپاره یوه ضلع، تحصیل یا لږ تر لږه یو ښار وټاکي چې دواړه خواوې په اسانۍ ورته تګ راتګ او له یو بل سره لیده کاته کولای شي. په دې ډول به دا عمل په چټکتیا پر مخ لاړ شي.))

د سې شنبې پر ورځ حکومتي کمېټي غونډه کوي چې پکې د راتلونکو حالاتو په اړه خبرې کېږي.
XS
SM
MD
LG