د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمرود کې پر سامان وړونکو لاریو ډزې، دوه ډرېوران وژل شوي


د قبایلي سیمې خیبر په جمرود کې، افغانستان ته پر سامان وړونکو ګاډو په ډزو کې دوه ډرېوران وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د جمرود انتظامي مشر علي شېر مشال راډیو ته وویل، پېښه د سې شنبې (نهې) پر ورځ په سور کمر کې شوې ده.

د ده په وینا، وسله والو په افغانستان کې مېشتو بهرنیو سرتېرو لپاره پر سامان وړونکو لاریو ((ناتاره)) ډزې وکړې.

تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د مشکوکو کسانو نیولو لپاره د لټون عملیات کړي دي.

پر لاریو د ډزو پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG