د لاسرسي ځای

ننګرهار: یتیمانو ماشومانو ته د میاشتینیو پیسو ورکول پیل شول


د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د اسلاميک ريليف خيريه موسسې په مرسته د خوږ کور روزنتون په حويلۍ کې د کمپيوټر ليب او دوه زرو تنو يتيمو ما شومانو ته د مياشتينۍ نغدي مرستو پرانسته وکړه او هم يې د خوږ کور په روزنتون کې د یتيمو ماشومانو لپاره د هاسټل يا د ليليې د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودله.

د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، معلولينو او شهيدانو رياست د اسلاميک ريليف خيريه موسسې په مرسته په جلال اباد ښار کې د اتوار په ورځ د دوه بنسټيزو پروژو پرانسته وکړه او د یتيمو ماشومانو لپاره يې د ليليې د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودله.

د دغو بنستيزو پروژو د پرانستې پر مهال د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مشر عبدالحکيم شيرزاد خبريالانو ته وويل:

((موږ دوه افتتاحوي لرو چې يو د ماشومانو د نغدي حمايي پروګرام دي چې په دې پروګرام کې به ۲۰۰۰ تنه یتيم ماشومان چې هغه تر اوسه د هيڅ ډول مرستو څخه برخمن شوي نه دي، هغه به په دې پروګرام کې شامليږي او هره مياشت به ۲۹ ايرو د دوی په کاونټ کې اچول کيږي. موږ د يوه کمپيوټر ليب افتتاح لرو چې د ۲۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت جوړ شوی، ښه مجهز کمپيوټر لیب دی چې له دې څخه به د خوږ کور ماشومان استفاده کوي. او د دوه پوړيزه ساختمان د ليليې د بسنټ ډبره به ږدو چې د سلو تنو ماشومانو د اوسيدو ظرفيت به ولري.))

د يادو پروژو د پرانستې په دغو مراسمو کې د افغانستان د کار، ټولنيزوچارو، معلولينو او شهيدانو وزيره امنې افضلي هم برخه اخيستې وه. نوموړې په خپلو خبرو کې د يتيمو ماشومانو په کورنيو غږ وکړ چې له ماشومانو سره مرسته شوې پيسې دې د هغوی په تعليم باندې ولګول شي.

نوموړې وايي:

((هغه مرستې چې دوه زرو ماشومانو ته به په تدريجي ډول ورکول کيږي چې نن موږ دوه سوو تنو ته بانکي شميرې پرانيزو هره مياشت به د دوی بانکي حساب ته ۲۹ ايرو ليږل کيږي چې له دې لارې به کورنۍ حمايه کيږي، تر څو وتوانيږي چې خپل ماشومان ښوونځي ته وليږي او د د سرک د غاړو او درندو کارونو څخه يې وژغوري، ښوونځي ته ولاړ شي او کورنۍ يې د هغوی د تغذيي لپاره وکاروي.))

يوه کونډه ميرمن وايي چې له ماشوم سره مرسته شوې پيسې به د خپل زوي په تعليم مصرف کړي.

((زه بي بي هاجره يم، د اسلاميک خيريه موسسې څخه يوه نړۍ مننه کوم، موږ ته يې دومره زمينه برابره کړې چې زه خپل زوی مکتب ته ليږم. او دا اوس چې ورسره کومه مرسته کيږي، دا به هم زه د خپل اولاد په تعليم مصرفوم.))

او يو تن زده کوونکي خوشحاله و چې د روزنتون دننه ورته د کمپيوټر د زده کړې اسانتياوې برابرې شوې.

((زما نوم فياض دی يو تن د خوږ کور د روزنتون زده کوونکي يم. ډير خوشحاله يم چې موږ ته کمپيوټر ليب پرانستل شو، موږ به ترينه په وړيا توګه استفاده کوو.))

د کار او ټولنيزو چارو ریاست چارواکي وايي. په ننګرهار کې لس بابه روزنتونونه فعال دي چې ۲۵۰۰ تنه یتيم ماشومان په کې په زده کړو بوخت دی چې ۴۰۰ تنو ماشومانو ته يې د ليليې امکانات له پخو نه برابر کړي او په نوي جوړيدونکي ودانۍ کې به سل تنه نور يتيم ماشومان هم ځی په ځی کړي.
XS
SM
MD
LG