د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جي اووه هیوادونو د روسیې په سرمشریزه کې ګډون ځنډولی دی


د نړۍ اوو مخکښو صنعتي هېوادونو په روس کې په پلان شوې نړيواله سرمشريزه کې خپل ګډون ځنډولی دی.


سپينې ماڼۍ په شکشنبه ناوخته د ( جي – اووه) ، اروپايي شورا او د اروپايي کميسيون د مشرانو په استازيتوب په دې اړه يو ګډ بيان خپور کړ.

دې مشرانو په بيان کې ويلي چې په یوکراين کې د روس پرمختګونه له هغو اصولو او ارزښتونو سرغړونه ده چې پر اساس يې G-7 او G-8 فعاليت کوي.

دوى د یوکراين له هغو هڅو سره هم د ملاتړ څرګندونه کړې چې د اقتصادي بحران د مخنيو لپاره د پيسو له نړيوال صندوق سره پر يوه هوکړه بحث وکړي.

په دې اوو مخکښو صنعتي هېوادونو کې بريتانيا ، کاناډا ، فرانس ، جرمني، ايټاليا ، جاپان او امريکا شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG