د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر طالبانو هوايي بریدونه ځنډوي، چودري نثار


د پاکستان حکومت وايي ، دوی د وسله والو طالبانو له خوا د یوې میاشتې لپاره د ډزبندۍ اعلانولو په ځواب کې د هغوی پر ضد هوايي بریدونه ځنډوي.


دا اعلان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان د یکشنبې پر ورځ په یو بیان کې وکړ.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې حکومت او وسله وال ځواکونه دا حق لري چې د تشدد هر ډول پېښې ته مناسب ځواب ووايي.

د شنبې په ورځ د پاکستانيو طالبانو تحریک له حکومت سره د سولې د ځنډېدلو خبرو بیا پیلولو لپاره یو میاشتنی اوربند اعلان کړ.

وسله والو طالبانو دا اوربند تر هغې وروسته اعلان کړ چې د هوايي بریدونو په نتیجه کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال ووژل شول.

د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې اترې د جنورۍ میاشتې په پای کې پیل شوې خو بیا تر هغه وروسته د ځنډ ښکار شوې چې وسله والو طالبانو د تښتول شویو ۲۳ ایف سي عسکرو د وژلو پړه ومنله.
XS
SM
MD
LG