د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان د ډاکټرانو تښتونې اندیښنې راپارولي


دبلوچستان د ډاکټرانو هړتال
دبلوچستان د ډاکټرانو هړتال
په بلوچستان کې د تاوان لپاره د ډاکټرانو د تښتونې له وجې ، که یوې خواته پخپله ډاکتران له ستونځو سره مخ کړي دي، نو بلي خوا ته ددوی د هړتالو له امله بیا ولسي خلک تر دوی زیات له ستونزو سره مخامخ دي.

د کوټې په سنډېمن روغتون کې د ناروغانو شور او غوغا ده، چې په سلګونو ناروغان او د هغوی د کورنۍ غړي په دې او پي ډي کې د ډاکترانو منتظر دي.

د کویټې د یو روغتون منظر
د کویټې د یو روغتون منظر


د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې له نورو وګړيو سره سره ډاکتران هم د پيسو د تاوان لپاره تښتوول کېږي، چې وروسته يې د راخوشي کېدو لپاره له کورنۍ څخه د کروړونو روپيو تاوان غوښتنه کېږي.

د پاکستان ميډيکل ایسوسي ايشن له وينا سره سم تر اوسه ددوی په لسګونو ډاکتران تښتوول شوي، او له کورنيو څخه يې په کروړونو روپۍ تاوان اخیستل شوی دی.

د ډاکترانو اتحاديه وايي تراوسه ددوی تر پنځویشت زیات ډاکتران تښتوول شوي، چې له همدې وجې شاوخوا اتيا ډاکترانو بلوچستان پرې ايښی دی. د بلوچستان د اعصابي ناروغيو متخصص پروفیسر ډاکتر غلام رسول کاکړ چې په ۲۰۱۳م عیسوي کال کې د کوټې له بروري سړک څخه په سپينه ورځ د نامالومه وسله والو له لوري وتښتوول شو، او تر اوولس ورځې بند وروسته بیا خوشی شو، وايي : دا ټولې اولس ورځې يې په هم هغه يوه جوړه جامو کې تېرې کړې. ډاکټر غلام رسول زیاتوي؛ دی يې په يوه داسې خونه کې ساتلي وو، چې هلته نه هم پر مځکه کوم کالی هوار وو، او نه يې کله ده ته سترګې ورخلاصې کړې.



که يوې خوا ته د تښتوونکو له خوا ډاکټران تښتول کېږي، او بیا يې له کورنيو څخه د کروړونو روپو تاوان وړل کېږي، نو بلي خوا ته د ډاکترانو اتحاديه بیا د صوبې په سرکاري روغتونو کې د هړتال يا کاربندیز اعلان کوي. چې د همدې له وجې بیا د صوبې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. اته دېرش کلن محمد رسول چې د کوټې په کندهاري بازار کې يو رېړۍ چلوونکی دی، او په یاد بازار کې يې رېړۍ ولاړه وي. مشال راډيو ته يې د ډاکترانو د هړتال له وجې خپلې ورپېښې ستونزې داسې بیان کړې.

د کوټې يوه اوسېدونکې دېرش کلنه راحيله چې په يوه شخصي سکول کې ښوونکې ده، او درې واړه ماشومان يې دي، وايي کله چې ډاکترانو هړتال وي، او په دې وخت کې يې ماشومان ناروغه شي، نو بېخي زیات له مشکلاتو سره مخامخ وي؛. راحيله زیاتوي :

(( زما درې ماشومان دي، او درې واړه تر لسو کالو کم دي، نو کله چې ډاکټران په سرکاري روغتونو کې د کار نه کولو اعلان وکړي، او له ډيوټۍ څخه انکار وکړي نو بیا زما د ماشومانو درملنه راته ډېره ګرانه وي، نو ځکه مې ستونزې دوه چنده شي. ))

د ډاکترانو او خلکو ددغو ستونزو د هوارولو لپاره چې مو کله د بلوچستان د وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ له ویاند جان بليدي څخه وپوښتل نو هغه راته په ځواب کې وویل :

(( د ډاکترانو د اغوا برې تاوان پېښې له تېرو څو کلونو راهیسې په بلوچستان کې دوام لري. کله چې زموږ حکومت راغلی نو دا پېښې بېخي زیاتې کمې شوې هم دي. او که تاسو وګورئ نو د تېر حکومت په پرتله زموږ په حکومت کې دا پېښې بېخي زیاتې کمې شوې دي. خو بیا هم موږ خپل پوره پوره کوښښ کوو، چې دلته نه يوازې د ډاکترانو بلکې د هر وګړي د تښتوونې د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړو. ))

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې نه يوازې ډاکټران، بلکې نور شتمن وګړي هم د نامالومه وسله والو له خوا تښتوول کېږي، او بیا يې له ټيلي فون له لارې د کور له وګړيو څخه د کروړونو روپيو تاوان غوښتنه کېږي، چې که يې د کورنيو له خوا دا تاوان ور نه کړل شي، نو بیا هغه تښتوول شوی تن وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG