د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهاټ روډ پرتو کلو کې د بد امنۍ لاملونه


فایل فوټو
فایل فوټو
د پېښور ښار جنوب لوري ته په کوهاټ روډ باندې د بډه بیرې نه نیولې تر نیمه قبایلي سیمې کوهې حسن خیلو پورې په پرتو څو کلیو کې له تیرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ ډیرې زیاتې پېښې رامنځ ته کیږي ، ددې خبرې علت څه دی ؟ او په دغه سیمه کې د وسله والو له خوا ، د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د ولسي خلکو د نښه کولو بنیادي وجه څه ده ؟ ددې په ځواب کې دپېښور د پولیسو یو مشر اعجاز احمد مشال راډیو ته وویل :

(( د متنو شا وخوا سیمه د خیبر ایجنسۍ ، کوهاټ او پېښور نیمه قبایلي سیمې په خپلو کې نخښلوي ، د شیخانو نه متنو پورې د لارې یوې غاړې ته قبایلي سیمه او بلې غاړې ته رایت سیمه پرته ده، په دغه سرک په رایت سیمه کې د پولیسو شپږ اوه څوکۍ جوړې شوي دي، خو د اولسو کیلومیټرو په واټن کې درې څلور کیلو میټره ځای په خوړونو کې ده ، چې دغلته د بد امنۍ زیاتې پېښې رامنځ ته کیږي. ))

خو د ادیزو د سیمې د امن د لښکر یو مشر اصف خان مشال راډیو ته وویل : په سیمه کې د تشدد پېښې په ۲۰۰۷ م کال کې پیل شوې ، هغه مهال د سوړیزو سیمې نه د لښکر اسلام وسله والې ډلې د احمدي ډلې سره د تړاو لرونکي یو ډاکټر د تښتولو هڅه وکړه ، خو ځايي خلکو هغه ډاکټر وژغوره او تښتونکي یې ووژل ، هماغه وه چې ددې سیمې د خلکو سره د وسله والې ډلې دښمني پیل شوه. اصف خان داهم وايي چې دلشکر اسلام ډلې بیا دوی ته په ټیليفون دړکې کولې او وسله وال یې ورلیږل.

دپېښور د پولیسو مشر اعجاز احمد وايي په یاده سیمه کې تر دې مهاله په جګړه کې دپولیسو د سرتیرو او مشرانو په ګډون ګڼ شمیر خلک وژل شوي دي. ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ناکرارۍ بنیادي وجه څه ده ؟ ایا ولسي خلک مرسته نه کوي ؟ استخبارات کمزوري دي ؟ او که څه بله وجه ده ؟ نوموړی یې په ځواب کې وايي :


(( هلته پولیس په زیات شمیر کې موجود وي ، خو دا خوره وره سیمه ده ، وړه نه ده ، دا سیمه د شیخانو نه نیولې تر شمشتو او ارمړو پورې ، د متنو نه نیولې تر ادیزې ، سر بند او رینګ روډه پورې خوره وره ده. دغلته د پولیسو ترڅنګ دپوځ سرتیري هم موظف دي، خو ځايي خلک امنیتي سرتیرو ته په وخت خبر نه ورکوي. اوس کوشش کوو چې دغلته دمعلوماتو یو سنټر پرانیزو. ))

دسیمې یو مشر اصف خان وايي چې دوی د نورو وسله والو ډلو سره مشکل نه لري، خو د منګل باغ د ډلې سره نیغ په نیغه دښمني لري. د امن د لښکر مشر اصف خان وايي په دغه دښمنۍ کې د سیمې ټول ولسونه ددوی ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG