د لاسرسي ځای

ماما قدیر او د هغه ملګري له ملګرو ملتونو مرسته غواړي


Pakistan:Mama Qadir report from Balochistan

Pakistan:Mama Qadir report from Balochistan


له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان) په ليکنه کې راغلي، د ترۍ تم شويو بلوڅانو خپل خپلوان، وروسته له دې چې د موندلو په لړ کې يې د پاکستاني ادارو لخوا ناهيلي شول، د ملګرو ملتونو مرستو ته سترګې په لار دي.

ماما عبدالقدير بلوڅ، چې د ترۍ تم کړل شویو بلوڅانو د رشته دارانو سره له کوټې تر اسلام اباده د لانګ مارچ مشري يې کوله، د شنبې پر ورځ یې په اسلام اباد کې يو خبري کانفرانس ته وويل چې د پاکستان له پارليمان، سپريم کورټ او نورو دولتي ادارو څخه د خپلو کسانو د موندلو په لړ کې د مرستو تمه نه لري.

د نوموړي په مشرۍ د لانګ مارچ ګډونوالو، چې څوارلس سړي، نهه ښځې او درې ماشومان پکې شامل وو، له کوټې يې خپل لاريون د تېر کال اکتوبر مياشت په ۲۷ مه نېټه پيل کړی و.

د لانګ مارچ لومړی پړاو، چې ۷۳۰ کلومېټره جوړېدو، ګډونوال يې له کوټې کراچۍ ښار ته د نومبر په ۲۳ مه نېټه ورسېدل، او بيا له هغه ځايه يې د اسلام اباد پر لور پلي تګ په دسمبر مياشت کې پيل کړ.

۶۰ کلن ماما عبدالقدير بلوڅ خبري غونډې ته وويل، ۳۰۰۰ کلومېټره پلي سفر کول اسانه کار نه و، خو زموږ ملګرو هوډ کړی و چې اسلام اباد ته به ځانونه رسوي او خپلې غوښتنې به د ملګرو ملتونو د چارواکو مخې ته ږدي.

نوموړي دعوه وکړه چې هم د ملګرو ملتونو چارواکو ترې غوښتي ول چې په اسلام اباد کې ورسره وويني.

ماما عبدالقدير بلوچ په خپلو خبرو کې د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کړ چې د لانګ مارچ پر مهال يې دوی ته اخطارونه ورکړي دي.

ده زياته کړه چې په رينالاخورد سيمه کې يو ټرک پر لاريون کوونکو وراوخوت، چې دوه تنه ملګري يې ورته ټپي کړل. دغه راز په ګوجرانواله ښار کې پوليسو دوی ودرول او ورته يې وويل چې لاريون پای ته ورسوي.

ماما عبدالقدير بلوڅ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل، د بلوچستان د راتلونکي په اړه پرېکړه شوې ده او دا چې ژر به خلک ترې خبر شي.

ده زياته کړه، د ترۍ تم شويو بلوڅانو د برخه ليک په اړه پرېکړه به هم په راتلونکيو دوو مياشتو کې وشي.
XS
SM
MD
LG