د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني طالبان وايي تر یوې میاشتې اوربند دی


دپاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد
دپاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد

که څه هم د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتي ډلو د لارې خبرې تر ډیره بریده د ناکامۍ سره مخ شوې وې، او حکومتي جنګي الوتکو د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو برخو کې عملیات هم پیل کړي وو ، خو تحریک طالبان پاکستان د خالي په ورځ له خپلې غاړې اعلان وکړ چې تر یوې میاشتې پورې به دوی ډز بندي باندې عمل کوي.

دتحریک طالبان پاکستان ویاند شاهدالله شاهد په یو پیغام کې ویلي ، پر ډز بندۍ باید زر تر زره عمل وشي. ده د طالبانو په ټولو ډلو او جنګیالو غږ کړی چې د ډز بندۍ په احترام کې دې خپل جنګي فعالیتونه وتړي.

په عین حال کې د حکومت لخوا د ټاکلې شوې کمیټې یو غړي عرفان صدیقي د طالبانو ددې اقدام هرکلی کړی دی. دپاکستان سرکاري راډیو په خپله ویب پاڼه نن د عرفان صدیقي په حواله لیکلي دي چې د پرله پسې هلو ځلو نه پس طالبان له خپلې غاړې داوربند اعلان ته رضا شوي دي.
XS
SM
MD
LG