د لاسرسي ځای

بلوچستان: په بېلا بېلو پېښو کې نهه تنه وژل شوي دي


په بلوچستان کې پر اورګاډي د شوي برید پخوانی عکس

په بلوچستان کې پر اورګاډي د شوي برید پخوانی عکس

کوټه: په بلو چستان کې د تشدد په تازه بیلا بیلو پيښو کې نهه کسان وژ ل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بلوچستان د ايف سي ځواک وياند خان واسع له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې نن د شنبې په غرمه د سهراب په واشيک سيمه کې د ايف سي عسکرو پر کاروان په بمي بريد کې درې عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

بل پلو د ایف سي ځواک ویاند دعوه کړېده چې نن یې د سويې په روستم بازار کې د ايف سي سرتيرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې شپږ مشکوک وسله وال وژلي دي.
XS
SM
MD
LG