د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسی: دوه بمي چاودنو یو ماشوم او یوولس خاصه دار وژلي


د بم ناکاره کولو پوه حکم خان
د بم ناکاره کولو پوه حکم خان
خیبر ایجنسۍ: په خیبر ایجنسۍ کې د دوو چاودنو له کبله د یو ماشوم په ګډون د خاصه دار ځواک یوولس عسکر وژل شوي دي.

د جمرود اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ جهانګیر اعظم وزیر مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه نن د شنبې په غرمه د جمرود لاشوړه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

جهانګیر اعظم وزیر وویل چې په چاودنو کې وژل شوو خاصه دار د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکو ورکوونکو ډلو پر امنیت ساتلو ګمارل شوي وو.

د جمرود سول روغتون ایم ایس ډا کټر ثمین مشال راډیو ته وویل ً تر اوسه دې روغتونه ته د دولسو کسانو مړي راوړل شوي دي چې یوولس خاصه دار او یو پکې ځایي لس کلن د سکول ماشوم دیً.

ډاکټر ثمین زیاته کړه چې په دې پېښه کې د خاصه دار ځواک نهه عسکر ټپي شوي هم دي.
د جمرود پولیټیکل تحصیلدار علي شیر هم په دې پیښه کې د یوولسو خاصه دارو د وژل کیدو پخلی وکړ.

لاشوړه د جمرود له بازاره د شمال پر لور شاوخوا اتلس کلومیټره لرې پرته سیمه ده.

د پولیټیکل انتظامې چارواکي وايي چې له یادې سیمې یې ټول وژل شوي او ژوبل شوي خاصه دار روغتونونو ته رسولي دي. د دوی په وینا ، په سیمه کې یې د لټون عملیات هم پیل کړي دي.

په خیبر ایجنسۍ کې د پولیو ضد کمپاین چارواکو مشال راډیو ته وویل ، ً دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې د جمرود په لرې پرتو سیمو کې د فرورۍ له څلرویشتمې نېټې راهسې د پولیو ضد ځانګړی کمپاین روان دیً.

تر دې وړاندې هم په جمرود کې د پولیو ضد کارکونکو او د دوی پر امنیت ساتلو مامور عسکرو د وسله والو له خوا بریدونه شوي دي. د دې تازه پېښې پړه چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG