په شمال کې مدني ټولنو له افغان ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
په بلخ کې د مدني ټولنو عمومي مشر سید محمد سمیع له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ولسمشر کرزی باید له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ملي اردو د تجهیز او بنسټیزه کارونو د اجرا لپاره باید دغه تړون لاسلیک کړي.ده خبرداری ورکړ، که دغه تړون لاسلیک نه شي امکان لري اقتصادي وضعیت نور هم کړکیچن او د بشري حقونو په برخه کې لاس ته راوړنې هیڅ شي.