د لاسرسي ځای

تازه خبر

چوهدري نثار: د ترهګرۍ په صورت کې به د تشدد پر سرچینه برید کوو


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان خبري غونډې ته وینا کوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان خبري غونډې ته وینا کوي
پېښور: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علي خان د پنجشنبې په ماښام په پیښور کی د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلا پرویز خټک او ګورنر انجینئر شوکت الله خان سره په یو ګډ خبری کانفرنس کی ویلي چې په هیواد کې د امن پر ځای کولو لپاره دوی پخه اراده لری.

چوهدري نثارغلي خان وویل چې څوک هم د امن په لاره کې خنډ جوړیږی هغه به د قوت په وسیله له مخې لرې کوي.

چوهدري نثار زیاته کړه چې ً اوسنی مرکزي حکومت په مکمله توګه پرعزم دی او پخه اراده لري چی د الله په کرم به موږ له په دې هیواد کې امن پر ځای کول وي ، او د امن په لاره کې مخې ته راتلونکي خنډونه به لرې کوو او د هغوی مقابله به کووً.

نوموړي وویل چې ً د تشدد کاروایاني که په کراچۍ کې کیږي یا خدای مه که په کوټه کې ، اسلام اباد یا پنجاب کې کېږي نو ځواب به یې هم هلته ورکول کېږي او د تشدد پر سرچینه به ګزار کېږيً.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک خبري غونډې ته وویل چې ً د پښتونخوا حکومت له وفاقي حکومت سره په ګډه د امنیت ستونزه د خبرو اترو له لارې هوارول غواړي خو که چېري د خبرو اترو له لارې دا نه هوارېږي نو بیا به هم دوی د مرکزي حکومت تر شا ولاړ ويً.

چوهدري نثار علي خان دا اعلان هم وکړ چې د بارودي موادو د مالومولو لپاره یې د ۶۵ موټرو تیاري هم کړې ده.

هغه وویل ً د بمونو او ښخ شوو بارودي موادو د مالومولو لپاره شاوخوا پنځه شپېته موټرونه تیار دي او په دې کې اته داسې دي چې روبوټ به هم پکې ويً.

د چوهدري نثار علي خان په وینا ، له دې اتو روبټس لرونکو موټرو څخه به ټولو صوبو ته یو یو ورکول کېږي.

په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو په اړه چوهدري نثار وویل چې تر اوسه په باقاعده توګه پرېکړه نه ده شوې.

د هغه په وینا ، د داسې پرېکړې لپاره به ټول ولس او سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخیستل کېږي.
XS
SM
MD
LG