د لاسرسي ځای

په دوحه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي


د قطري پلازمېنې دوحې په یوه ترکي رسټورانټ کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د قطر دولتي ټیلي وېژن وايي، پېښه د ګیس سیلېنډر چاودېدو له کبله شوې ده. په پېښه کې د شا و خوا ۳۰ کسانو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

د قطر وزیراعظم شیخ عبدالله بن ناصر الثاني چې د هیواد کورنیو چارو وزیر هم دی، وايي، د پېښې په ځای کې ((حفاظتي، احتیاطي)) ګامونه اخیستل شوي دي.

چارواکي پلټنې کوي چې مالومه کړي چې دا حادثه وه او که څنګه؟ پر ټولنیزې میډیا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د استنبول رسټورانټ په چت کې لوی سوری جوړ شوی دی او نېږدې ولاړ یو شمېر ګاډو ته تاوان رسېدلی دی.
XS
SM
MD
LG