د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوکراین لرې کړل شوی ولسمشر نن خبري غونډه کوي


ټاکل شوې ده چې د اوکراین د ولسمشر په توګه له دندې تر لرې کېدو وروسته وېکټور یانوکووېچ نن خپلې وړمبۍ خبري غونډې ته وینا وکړي.

روسي خبري اژانسونه وايي، یانوکووېچ به نن د پېښور له وخت سره سم د مازیګر په شپږو بجو د جنوبي روسيې په روستوف – اون – دون کې خبري غونډه وکړي.

تېره ورځ یانوکووېچ په یوه بیان کې وویل، له روسیې یې غوښتي چې له ((سختدریځو)) یې ساتنه وکړي.

همدا مهال، ارسېنې یاڅینیوک د نوي حکومت وزیراعظم په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی د یانوکووېچ ضد غورځنګ او پخواني اپوزیشن یو مشر وو. یاڅینیوک وايي، دا نه ده روښانه چې د یانوکووېچ په وخت کې د ۳۷ اربه ډالرو ارزښت لرونکی پور په څه ډول کارول شوی دی.

ده وویل، د اوکراین له مالي نظامه له هیواده بهر بانکونو ته ۷۰ میلیارده ډالره انتقال کړل شوي ول.

د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی دی چې خپله ډله اوکراین ته استوي چې د ممکنه مالي ژغورنې په اړه ورسره بیړنۍ خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG