د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې چاودنو لوی شمېر کسان وژلي


په عراقۍ پلازمېنه بغداد کې په بمي چاودنو کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل دي.

چارواکي وايي، تېره ورځ د بغداد د صدر ښار د ولسوالۍ په یوه بازار کې، د موټرسایکل بمي چاودنې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي دي.

په چاودنه کې له ۵۰ زیاتو کسانو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

پرون په یادې ولسوالۍ کې په یوه بله موټر بمي حمله کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او شا و خوا ۱۴ ژوبل شوي دي.

درېیمه چاودنه په شعب ولسوالۍ کې وشوه چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۱۱ ژوبل دي. دواړه ولسوالۍ شیعه اکثریتي سیمې دي.

د بریدونو پړه چا نه ده منلې. د ملګرو ملتونو له وینا سره سم، تېر کال په عراق کې په تاوتریخوالي کې شا و خوا ۹۰۰۰ کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG