د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي رپوټ په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر مسلې په ډاګه کړې دي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه رپورټ کې ویلي تېر کال په افغانستان کې د بشري حقونو په مسلو کې ((زیاتېدونکی)) هدفي تاوتریخوالی، خپرېدونکی حکومتي اداري فساد، او له ښځو او نجونو سره ((پراخ ټولنیز توپیر)) شامل دي.

په هیوادونو کې د بشري حقونو په اړه د ۲۰۱۳ز کال دا رپورټ وايي، د افغانستان په مسلو کې ((پراخ تاوتریخوالی)) او د وسله والو یاغي ډلو په لاس له حکومت سره د تړلو کسانو وژنې او پر ولسي وګړو حملې هم شاملې وې.

د هر هیواد [د بشري حقونو وضعیت] په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلنی دا هم وايي چې داسې ډېر رپورټونه ول چې افغان حکومتي چارواکي، امنیتي سرتېري، د بندي خانو چارواکي او پولیسو د ولسي وګړو ځورونې او وهلو په ګډون له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

رپورټ زیاتوي، تېر کال په افغانستان کې د قانون واکمنۍ ته پام نه کول، او له بشري حقونو د سرغړونو کوونکو له مسولیته خوندیتوب جدي ستونزې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG