د لاسرسي ځای

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه رپوټ خپور کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوي رپورټ کې ویلي، تېر کال په پاکستان کې له بشري حقونو په جدي سرغړونو کې، عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې او هدفي وژنې، فرقه ییز تاوتریخوالی، د خلکو ورکول او ځورونې شامل دي.

په هیوادونو کې د بشري حقونو په اړه د ۲۰۱۳ز کال دا رپورټ وايي، په پاکستان کې اکثر پوځي او استخباراتي ادارو ((وخت په وخت)) پرته له موثر ملکي څاره فعالیت کاوه.

رپورټ وايي، داسې ((مثالونه)) شته چې پولیسو له ملکي قدرت او صلاحیته پرته په ازادانه توګه عمل کړی دی.

کلنی رپورټ وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو په نورو مسلو کې د زندانونو خراب حالت، غیر قانوني په بند کې ساتل، تر مقدمې مخکې تر اوږده مهاله د خلکو په بند کې ساتل، او کمزوری جنايي عدالتي نظام شامل دي.

رپورټ زیاتوي، په ټولنه کې له قامي، توکمیز او نسلي لږکیو سره او د جنسي تمایل او جنسي شناخت پر اساس توپیر دوام درلود.
XS
SM
MD
LG