د لاسرسي ځای

تحریک انصاف په پېښور کې احتجاج پای ته رسولی دی


پاکستان تحریک انصاف په پېښور کې افغانستان ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ د لارو تړلو احتجاج پای ته رسولی دی.

تېره ورځ، د دې ګوند د کور کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې خپله احتجاجي ناسته او د لارو بندول پای ته رسوي.

تحریک انصاف ګوند تر هغې وروسته دا ګام اخیستی دی چې دوه ورځې مخکې پېښور های کورټ د ګوند غړو له خوا د لارو بندول او ګاډو تالاشي اخیستل نا قانونه کار وګرځاوه.

د تحریک انصاف او ملګرو ګوندونو دا ناسته له ۹۷ ورځو روانه وه. ټرانسپورټران وايي، د دې احتجاجي ناستي او لارو تړلو له کبله دوی ته په اربونه روپۍ تاوان رسېدلی دی.
XS
SM
MD
LG