د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا میدان پاته وګړي هم ستنیدل غواړي


''موږ خشاک، لوښو لرګو او خوراک ته اړتیا لرو، خیمې مو ورستې شوې دي، موږ دلته نور وخت نه شو تیرولی موږ دې حکومت واپس ولېږي"


د خېبر ایجنسۍ لرې پرتې سیمې له تیرا میدانه بې کوره شوي خلک وایي، چې د دوی د ستنېدو دویم پړاو دې هم پیل کړل شي او دوی دې خپلو کورنو ته ولېږل شي.


دوی وایي، چې په پیښور، کوهاټ، اورکزو، کورمه او د نوښار په جلوزو کډوالو کېمپ کې له تېر یو کال راهیسې دېره ده او له یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ دي.

په دې اړه د تیرا میدان نه بې کوره شوي یو تن حاجي حمید مشال ریډيو ته وایي:

''موږ خشاک، لوښو لرګو او خوراک ته اړتیا لرو، خیمې مو ورستې شوې دي، موږ دلته نور وخت نه شو تیرولی موږ دې حکومت واپس ولېږي"

د تیرا میدان یو بل تن رحمان شاه وویل:

"په تیرا کې مو وسلوالو کورونه وران کړي دي، هغه دې هم راته جوړ کړل شي، او ټولې آسانتیاوې دې راکړل شي، موږ ټول په دې انتظار یو چې واپس به کله ځو"

د قبایلی سیمې د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ایف ډي ایم اې یو چارواکی فرمان خلجی وایي:

"موږ د ملګرو ملتونو له یو شمېر ادارو سره خبرې اترې شوې دي او ډير زر به ورسره یوه غونډه وکړو، امید دۍ چې د مارچ په میاشت کې به د تیرامیدان د باقي پاتې بې کوره شووخلکو واپسي شورو شي، او دوی ته به موږ خوراکي او غیر خوراکي توکي، د صفایي غوټې(کیټونه)، او د ټرانسپورټ آسانتیاوې ورکوو"

نوموړي زیاته کړه:
"په تیرا کې حکومت د خلکو د کورنو د بیا جوړولو او د تعلیم، صحت او اوبو آسانتیاوو ورکولو لپاره هم پلان تیار کړی دی"

یاده دې وي چې د خېبر ایجنسۍ لرې پرتې سیمې تیرا میدانه پروسږ کال د جنورۍ په میاشت کې د وسلوالو ډلو تحریک طالبان پاکستان او انصارالاسلام ترمنځه د نښتو له امله په زرګونه خلک بې کوره شوی وو خو اوس په دې ورستیو کې پاکستاني پوځ پکې د وسلوالو پرضد عملیات تر سره کړل او ادعا کوي چې د میدان سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده، او په سلګونه کورنۍ یې په اولني پړاو کې واپس ولیږلې، خو اوس د ایف ډي ایم اې چارواکي وایي، ډېر زر به یې د ستنیدو دویم پړاو هم پیل شي.
XS
SM
MD
LG