د لاسرسي ځای

تازه خبر

منځلاری اسلام په منځنۍ اسیا کې دی


د منځنۍ اسیا او قفقاز هیوادونو چارو پوه فریډرېک سټار لیکي، که یوې خوا ته په شام (سوریه)، عراق او افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی نو بلې خوا ته د پخواني شوروي اتحاد اکثریتي مسلمان هیوادونه د سیکولر حکومتونو او ازادو بازارونو تجربې کوي.

د منځنۍ اسیا او قفقاز هیوادونو چارو پوه فریډرېک سټار لیکي، که یوې خوا ته په شام (سوریه)، عراق او افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی نو بلې خوا ته د پخواني شوروي اتحاد اکثریتي مسلمان هیوادونه د سیکولر حکومتونو او ازادو بازارونو تجربې کوي.

په هغو کې هیوادونو کې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او کرغیزستان شامل دي.

د لیکوال په خبره، د دې هیوادونو هڅې له نیمګړتیاو خالي نه دي. خو غربي هیوادونه باید پوه شي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو جدت یا عصري والی د ټولې اسلامي نړۍ لپاره لوی ارزښت لري. کېدای شي د دې هیوادونو لارې او کلتور هغو هیوادونو ته سوله راوړي چې په جګړو کې ښکېل دي.

خو واشنګټن په مسلسله توګه د منځنۍ اسیا هیوادونو کلتور، د دې ارزښت او ممکنه اغېز ته په کمه سترګه ګوري.

فریډرېک سټار لیکي، د سېپټېمبر ۱۱مې تر حملو وروسته دا سمه ښکارېده چې امریکا باید پر عربي هیوادونو توجه ورکړي چې د اسلام د ډېرو متحرکو فکري غورځنګونو سرچینه ده.

د لیکوال په خبره، خو ۱۰۰۰ کاله پخوا چې کوم لوی عالمان تېر شوي دي او په عربي ژبه یې پر مختلفو موضوعاتو کتابونه لیکلي دي په هغوی کې هم زیاتره عربان نه ول.

د ده په اند، زیاتره پخواني عالمان او پوهان د منځنۍ اسیايي هیوادونو ول.

تر پېړیو منځنۍ اسیا د مسلمانانو سیاسي او علمي مرکز وو. منځنی ختیځ نه وو. د حدیثونو تر ټولو مهم کتاب په بخارا کې لیکل شوی وو.

قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د نړۍ د صوفیانو مراکز ول.

په مقاله کې راغلي، که څه هم د منځنۍ اسیا هیوادونو پخوا ډيموکراسي نه وه لیدلې، هلته مشران زورواکه دي، توکمیزې شخړې او لانجې هم موجودې دي، خو هغه هیوادونه بیا هم سیکولر پاتې شوې دي او د منځني ختیځ هیوادونو پرتله د نورو مذهبونو او دینونو لپاره زیات زغم لري.

فریډرېک سټار زیاتوي، د خپګان خبره دا ده چې د منځنۍ اسیا اوسېدونکي دا فکر کوي چې د هغوی په سیمه کې د امریکا ګټې له تېل او ګیسه اخوا نه غځېږي.
XS
SM
MD
LG