د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د حقاني شبکې ضد هڅي ګړندۍ کړې دي


رويټرز خبري اژانس وايې، تر دې وړاندي چې بهرني ځواکونه د روان کال په پای کې له افغانستانه ووځي امريکا د حقاني شبکې پر ضد خپلې هڅي ګړندۍ کړې دي.

رويټرز خبري اژانس وايې، تر دې وړاندي چې بهرني ځواکونه د روان کال په پای کې له افغانستانه ووځي امريکا د حقاني شبکې پر ضد خپلې هڅي ګړندۍ کړې دي.


اژانس د حقاني شبکې پر ضد د امريکايې هلو ځلو په اړه دغه رپورټ د بيلا بيلو امريکايې چارواکو د خبرو پر اساس جوړ کړی دی.

يوه چارواکي اژانس ته ويلي، اوبامه انتظاميې کابل ميشته يوه ډله جوړه کړې ده چې مقصد يې د حقاني شبکې پر ضد هلي ځلي هم غاړي کول دي.

د اژانس په وينا دغه ډله تير کال جوړه شوې وه چې د يوې کړن لاري برخه وه چې پکي ګڼي حکومتې ادارې برخه لري.

ددې ډلي مشري يو کرنل کوي او په پوځي ژبه کې دغي ډلي ته فيوژن سيل ويل کيږي چې پکي ځانګړي ځواکونه، روايتي ځواکونه، جاسوسان او ځيني ولسيان شامل دي.

چارواکي اژانس ته ويلي چې دغه ټول د حقاني شبکې د غړو په نښه کولو هڅي نوري هم ښه کوي او پر دوی توجه نوره هم زياتوي.

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اژانس ته ويلي چې د حقاني شبکې پر ضد يو پراخ بنسټه کړن لاري له مخي ډير ځه را يوځای کړل شوي دي. دده په وينا ټوله توجه پر دې شبکه ده او ټولي تواناياني هم پر دې شبکه خرڅيږي.


اژانس وايې، تر دې وړاندي د امريکا د پارليمان ځينو غړو شکايت کولی چې اوبامه انتظاميه په دوه زره دوولسم کال کې حقاني شبکه ناقانونه ګرزولو وروسته ددې شبکې پر ضد څه خاص کاروايې نه ده کړې .

دوی د مثال په توګه وايې چې دا پوښتنه کوي چې دا نه مالومه چې واشنګټن پر اسلام آباد څنګه فشار اچولی دی چې د حقاني شبکې غړي ته ونيسي.

خو په روانه مياشت کې د خزانې وزارت له حقاني شبکې سره د تړاو په شک د دريو اورپکي اثاثې کنګل کړې وي چې دا په دوه زره دوولسم کې د ناقانونه ګرزولو وروسته ددې شبکې پر ضد په غير پوځي ډګر کې لومړی مهم ګام وو.

حقاني شبکه د پاکستان په قبائلي سيمه شمالي وزیرستان کې ميشت ده او ورباندي په افغانستان کې پر امريکايې او بهرنيو ځواتکونو او ځايونو د لويو بريدونو تورونه دي.

په دوه زره يوولسم کې د امريکا د پوځ پخواني مشر مائک مولن ويلي وو چې حقاني شبکه د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ايس آی مټ ده خو پاکستان تل دا ترونه ردوي.
XS
SM
MD
LG