د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپلمنځی زغم د یوې ازادې او لبرال ټولنې ضمانت ورکوي


فارن پالیسي مجله ليکي که روس، پاکستان، افغانستان، عراق، ونیزویلا او په ورستیو کې اوکرېن ته و کتل شي نو جمهوري رسمي ادارې د یوې ازادې او سمې چلېدونکې ټولنی ضمانت نه ورکوي.

فارن پالیسي مجله ليکي که روس، پاکستان، افغانستان، عراق، ونیزویلا او په ورستیو کې اوکرېن ته و کتل شي نو جمهوري رسمي ادارې د یوې ازادې او سمې چلېدونکې ټولنی ضمانت نه ورکوي.


ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي چې وجه ېې څه ده؟ او په ځواب کې یې لیکي ځکه چې جمهوري طریقه کار دا ضمانت نه ورکوي چې بشري حقونه به خوندي وي، د افرادو په نظریه کې د فرق زغم او درناوی به کيږي او دا هم چې د خبري رسنیو او پوهاندو په ګډون ولسي ادارې به له رشوته پاکې وي.

مجله د جمهوریت بنیادي اصول په ډاګه کولو سره وايي چې پکې خلک په خپله پر ځان حکومت کوي او په ټولنه کې هر چا ته د دې فیصلې حق حاصل وي چې واکداران به څوک وي او پر کومو پالیسیانو به عمل کیږي.

مجله ليکي د دې په پرتله یوه لبرل ټولنه هغه وي چې پکې فرد ته ازادي حاصله وي له دې پرته چې په واک کې څوک هم وي. په دغه ټولنه کې د افرادو د ازادي په لړ کې د حکومت اختیار ډېر کم وي.

مجله لیکي په یوه لبرل ټولنه کې په زغم باندې ډېره توجه وي چې خلک پکې خپله خوښه لري او ازاد وي خو دا مهمه وي چې د خپلې ازادۍ حق استعمالولو په وخت د نورو حقونو ته زیان و نه رسیږي. د یوې لبرل ټولنې وګړیو لپاره د شخصي خوښې زیات کارونه د سیاست له دایره کار سره تړاؤ نه لري او دا ورته مهم وي چې دا د حکومت کار نه وي چې خلکو ته ووايي بايد څنګه ژوند وکړي.
XS
SM
MD
LG