د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘عراق له ایران سره د وسلو سودا کولو خبره رد کړې’


سپینه ماڼۍ وايي، عراقي حکومت له ایران سره د وسلو سودا قراردانونو لاسلیکولو خبره رد کړې ده.

د تېرې سېشنبې پر ورځ، د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې وویل، امریکايي چارواکو د دې رپورټ شوې سودا په اړه عراقي حکومت ته خپلې ((ژورې)) اندېښنې وښودې.

هغه وویل، امریکا ټینګار کړی دی چې له ایرانه د هر ډول وسلې اخیستل یا انتقال د ایران په اړه د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه ده.

کارنې وویل، د عراق دفاع وزارت په یوه خبري بیان کې دا رد کړې ده چې ګواکې له ایران سره د وسلو معامله شوې ده.

تر دې مخکې ایراني حکومت له عراق سره د وسلو له سودا بې خبري ښودلې وه. رویټرز خبري اژانس د دوشنبې پر ورځ ویلي ول چې ایران او عراق د نومبر په میاشت کې پر یوې سودا لاسلیک کړی وو چې تر مخه به یې عراق ته د ۱۹۵ میلیونه امریکايي ډالرو وسلې ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG