د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېرپاو: له طالبانو سره خبرې ناکامه شوې دي


د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، له طالبانو سره خبرې ناکامه شوې دي او اوس وزیراعظم نواز شریف ته په کار دي چې پر نورو لارو چارو غور وکړي.


دا خبره، افتاب احمد خان شېرپاو د سېشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې غونډې پر وخت وکړه:

شېرپاو وویل، وخت راغلی دی چې د خیبر پښتونخوا د پښتنو او افغانستان تر منځ ویزه ختمه شي. د ده په خبره، که ویزه ختمه شي نو د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو خلکو تر منځ به کاروباري هلې ځلې زیاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG