د لاسرسي ځای

پکتیکا: دریو ولسوالیو کې نوي سیمه ییز پولیس ګمارل کیږي


د پکتيکا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د یاد ولايت په دریو ولسوالیو مټاخان، اومنه او ګیانه کې به د ټولټاکنو د بهیر د ښه امنیت له پاره دوه سوه پنځوس تنه نوي سیمه ییز پولیس په دندو وګماري.


د پکتيکا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د یاد ولايت په دریو ولسوالیو مټاخان، اومنه او ګیانه کې به د ټولټاکنو د بهیر د ښه امنیت له پاره دوه سوه پنځوس تنه نوي سیمه ییز پولیس په دندو وګماري.

پکتیکا والي محب الله صمیم د دې کار د ستاینې تر څنګ د کورنیو چارو وزارت وغوښتل، چې د پاتو ولسوالیو د امنیت د ټینګښت له پاره دې هم د سیمه ییزو پولیسو تشکیل ورکړي، تر څو خلک په ډاډه زړه د ټاکنو په بهیر کې برخه واخلي. په اړه يې نجیب الله الوخیل رپوټ لري:

که څه هم وخت ناوخت ځنې ولایتونو کې د سیمه ییزو پولیسو له چال چلند څخه خلک شکایت کوي او وايي، چې د خلکو سره يې ګزاره ښه نه ده او په کافي اندازه پوځي زده کړې يې نه دي حاصلې کړي، خو پکتيکا بیا هغه ولايت دی چې د یو شمېر خلکو په وینا سيمه ييزو پوليسو په کې ښه نتيجه ورکړې، خلک يې ملاتړ کوي او د دندو له اجراء څخه يې هم دوی تر یوه بریده رضایت څرګندوي او تل يې د دې ځواک د ډېریدو او پراخیدو غوښتنه کړې ده.

د پکتيکا ولايت په اتو ولسواليو کې دا مهال نږدې دوه زره سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل شوي، چې د چارواکیو په خبره امنيت يې خورا خوندي کړی دی، د پکتيکا والي محب الله صمیم او نورو امنيتي مسؤوليو په هغه غونډه کې چې د سيمه ييزو پوليسو د زياتېدو په موخه تېره ورځ جوړه شوې وه، خبر ورکړ چې د پکتيکا په اومنه، ګيان او مټاخان ولسواليو کې د دوه سوه پنځوسو تنو سيمه ييزو پوليسو د ګمارنې لړۍ به پيل شي، چې دا به د ټاکنو په بهیر کې د امنیت په تامین کې ګټور تمام شي :

((د پکتیکا ولایت د دریو ولسوالیو له پاره مو د سیمه ییزو پولیسو د ګمارنې له پاره مراسم درلودل، دا به ټول ۲۵۰ تنه سیمه ییز پولیس وي، دا به د ګیانې ولسوالي، اومنې ولسوالي او د مټاخان په ولسوالیو کې ایجادیږي، یانې دا پروسه به سر له نن نه شروع کیږي، ځوانان به سوقیږي او د هغه طرزالعمل له مخې چې دکورنیو چارو وزارت ورته په پام کې نیولی ده، د هغې په رڼا کې به دا پروسه عملاً شروع شي، دا پولیس به د ټاکنو په امنیت ساتلو کې خورا مهم تمام شي.))

پکتیکا والي وړاندې وویل، چې په یادو ولسوالیو کې يې د سیمه ییزو پولیسو استخدامول هیله او غوښتنه وه، خو تر څنګ یې د کورنیو چارو وزارت څخه په پاتو ولسوالیو کې هم د سیمه ییزو پولیسو د ایجاد غوښتنه وکړه:

((دا ډېر مهم او حساس وخت دی، زه د کورنیو چارو وزارت نه مننه کوم چې په دغه وخت کې يې موږ ته دا تشکیل راکړو، دا هغه ولسوالۍ دي، چې زموږ ارزو وه او مکررې غوښتنې مو په دې اړه وړاندې کړې وې، همداراز د اړوند وزارت څخه غوښتنه لرو په هغه ولسوالیو کې چې موږ سیمه ییز پولیس نه لرو، موږ مخکې هم غوښتنه کړې ده او هلته مو لیکلي وړاندیزونه لیږلي دي، چې دوی هغو ته هم توجه وکړي او په هغو ولسوالیو کې هم سیمه ییز پولیس راته ایجاد کړي.))

د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وویل، چې د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو د طرزالعمل په رڼا کې به په ياد ولسواليو کې د ګمارنې پروسه ژر تر ژره پيل کړي.

د پکتيکا ولايت اومنې، ګيان او مټاخان ولسواليو قومي مشرانو په استازيتوب حاجي مومن خان په خپلو خبرو کې د سيمه ييزو پوليسو په ایجاد خوښي څرګنده کړه، نوموړي زياته کړه چې پکتيکا يو سرحدي ولايت دی بايد چې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل نورو پاتې ولسواليو ته هم ورکړل شي:

((ستاسو نه زموږ هیله او خواهش دا دی، چې محلي پولیس باید یو څه زیات شي، په دې سیمو کې يې باید تعداد له دریو سوو نه لږ نه وي، تر دې چې څومره زیات وي، په هماغه اندازه به ښه او ګټور وي او باید نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.))

د کتونکیو له انده که له یوې خوا د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزو پولیسو ګمارنه د بیلابیلو سیمو د امنیت په بهیر کې څه نا څه ګټوره تمامه شوې، بل لوري ته د کلیو او اطرافي سیمو زرګونو ځوانانو ته په کې د کار او وظیفې زمینه هم برابره شوې ده.
XS
SM
MD
LG