د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د غزني اندړو کې اوولس وسله وال ووژل شول'


د افغانستان د غزني ولایت چارواکي وايي، پرون ددې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي چې پکې اوولس تنه وسله وال وژل شوي او یو شمیر ژوبل دي.


د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال پرون مشال ریډیو ته ددې نښتو په اړه وویل چې وسله والو طالبانو یو ځانمرګی بریدګر هم په باروتو بار موټر سره سیمې ته رادننه کړی وو او پر افغان ځواکونو یې ډزې کړې وې چې په دوه اړخیزه برید کې وسله والو ته د سر زیان ووایښت.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، وايي، په اندړو ولسوالۍ کې يې ملګرو پرون پر بهرنيو پوځیانو بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG