د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت کونړ کې امنیتي تشه څېړي


د افغان ملي اردو سرتېري دعا کوي
د افغان ملي اردو سرتېري دعا کوي

افغان ولسمشر حامد کرزي د هیواد د دفاع وزیر ته دنده سپارلې چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له ادارې سره په ګډه د کونړ په پېښه کې د امنیتي خلا څیړنه وکړي.


افغان چارواکي وايي د کونړ په غازي اباد کې د خالي په شپه له پاکستانه ور اوښتو سلګونو وسلوالو د ملي پوځ پر پوستو برید وکړ چې په نتیجه کې یې په دغه سرحدي سیمه کې یوویشت پوځيان ووژل شول.

دافغان صدراتي ماڼۍ ارګ نه پرون خپره شوې یوه خبرپاڼه وايي پرون دهیواد د وزیرانو په شورا کې د کونړ په پیښه کې د وژل شویو پوځیانو میړانه وستایل شوه، پر وژل کیدو یې د خپګان څرګندونه وشوه او دغه ترهګر برید وغندل شو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG