د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې وژل شوي افغان سربازان خپلو سیمو ته لېږدول کېږي


کونړ کې د وژل شویو افغان سربازانو مړي کابل ته راوړل شوي ول.
کونړ کې د وژل شویو افغان سربازانو مړي کابل ته راوړل شوي ول.

دا افغان سربازان د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه و، چې د دفاع وزارت د چارواکو په خبره، مړي به یې نږدې سیمو ته په ګاډو او لیرې ولایتونو ته په الوتکو کې ولیږدول شي او له کورنیو سره به یې مرستې وکړي.

د هغو ۲۱ افغان سربازانو مړي چې د شنبې په شپه د کونړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی ول، د کابل په څلورسوه بستر روغتون کې یې خپلوانو ته وسپارل شول.


پر دې مهال یوه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې پکې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

د دوی جنازو ته د دفاع وزارت د تشریفاتو څانګې درناوی وکړ.


د دفاع وزیر جنرال بسم اله محمدی وویل، دا د امنیتي ځواکونو هغه منسوبین و چې د خلکو او هېواد د خدمت په لاره کې قرباني شول:

"دوی ژوندي دي، زموږ اتلان دي، په سرلوړی له دښمن سره وجنګیدل.

دوی له لومړۍ ورځې له ژمنې سره سم چې هېواد ته به خدمت کوي، خدمت او سرښندنې وکړې.

د دوی د وینې او لارې دفاع به کوو"

دا افغان سربازان د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه و، چې د دفاع وزارت د چارواکو په خبره، مړي به یې نږدې سیمو ته په ګاډو او لیرې ولایتونو ته په الوتکو کې ولیږدول شي او له کورنیو سره به یې مرستې وکړي.


د وژل شویو د کورنیوغړو ویل، په دې سرښندنو ویاړي، ځکه چې د هېواد او خلکو په خدمت کې شوي دي.

دوی ویل دولت باید په راتلونکي کې د داسې پیښو مخه ونیسي، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یوه اوسیدونکي چې ورور یې وژل شوی. د بامیانو ولایت اوسېدونکي غلام حسین مشال راډیو ته وویل:

"۱- زما ورور شهید شوی، اتلس کلن یا نولس کلن و، واده یې نه وو کړی، په خپله خوښه امنیتي ځواکونو ته تللی و، چې د خلکو خدمت کوم، پنځه لس ورځې یې پاته وې چې دنده یې پای ته ورسیږي.

له دولته غواړو چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ناوړه کسانو ته ځای ورنه کړي.

دا کار د خلکو دښمنانو ترسره کړی، دولت باید په دې اړه کوټلي ګامونه واخلي.

۲- زما نوم غلام حسین دی، زوی مې شهید شوی، درې دریم کاله کېږي چې عسکر و، هره شپه به یې په موباییل له موږ سره خبرې کولې، خو وړمه شپه یي موباییل بند و. مور یې د زړه ناروغي لري، هغه مو روغتون ته ورسوله."

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، چې د کونړ په غازي اباد کې په یاده حمله کې په سلګونو کورنیو او بهرنیو وسلوالو مخالفینو برخه اخیستې وه.

په کونړ او ځینو نورو سرحدي سیمو کې پخوا هم داسې پيښې شوي دي، چې په سلګونو افغان او پاکستانیو طالبانو یو ځای پر یوې امنیتي پوستې یرغل ور وړي او افغان ځواکونو ته زیانونه اړوي.

د افغانستان د سیاسي چارو ځیني کتوونکي په دې باور دي چې دا رنګه حملې د پاکستان د ځینو استخباراتي او پوځي کړیو په مرسته کېږي.

دا هغه ادعا ده چې پاکستاني چاروکو تل رد کړې ده.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG