د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له پاکستانه د ترهګرۍ د ختمولو غوښتنه کړې


افغانستان پر پاکستان غږ کړی چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان له حکومت سره په پیاوړې اراده جدي او واقعي همکاري وکړي او د ترهه ګرو د ځالو په له منځه وړلوکې په جدي اقداماتو لاس پورې کړي.

پرون د افغان ولسمشر د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د افغانستان په کونړ کې د تېر خالي په ورځ د ملي اردو په پوستو باندې بريد چې په کې ۱۹ سرتيري وژل شوي په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې د پاکستان ۲۳ عسکر دافغانستان پر زمکه پاکستاني طالبانو وژلي دي.

په کابل کې د دفاعي چارو کارپو امرالله امان وايې بايد چې پاکستان او افغانستان له يو بل سره سياستونه کول پريږدي ، پر خپلو ولسونو رحم وکړي او د ترهه ګرۍ له منځه وړلو لپاره صادقانه کوششونه وکړي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو څېړونکې ډاکټره عايشه صديقه بیا وايې نه يواځې پاکستان او افغانستان بلکې د دی په خبره امريکا،سعودي عرب، هندوستان او ايران ټولو لره په ګډه د ترهه ګرۍ د له منځه وړلو لپاره يوه تګ لارټاکل پکار دي:

((زما په خيال ټولو هيوادونو لره يو کوټلی پلان جوړول پکار دی، البته له دې سره سره هغه ټول هيوادونه چې په دې سيمه کې دي او که له دې سيمي بهر دي پکار ده چې له غير رياستي عناصرو لاس واخلي ځکه چې ټولې وسله والې ډلې د سيمې د امن لپاره ښې نه دي. البته ټولو هيوادونو لره د افغانستان په ابادۍ او ترقۍ کې همکاري کول پکار دي او که داسې نه کوي نو جنګ به وي او بربادي به وي))

خو په اسلام اباد کې کارپوه حسن عسکری بيا په دی نظر دی چې په سيمه کې هر يو هيواد لره د ترهه ګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپله خپله تګ لاره جوړول پکار دي:

((نړيوال پلان خو نه شي جوړيدلې ځکه چې د غرب خپلې ګټې دي ، د سعودي عرب خپلې ګتې دي ، سعودي عرب د مزهبي انتها پسندو ډلو مرسته کوي ، په پاکستان کې د وهابي ،اهل حديث او ديوبندي ډلو ملاتړ کوی ،بايد چې د دا قسمه کارونو مخه ونيول شي، دوايمه دا چې هيوادونه له يو بل سره مرسته وکړي ، لکه امريکا د ټکنالوجۍ په برخه کې مرسته کولې شي، همداراز پاکستان ، ايران او نور ګاوڼدي هيوادونه په افغانستان کې د خپل اثر قايمولو لپاره يو بل سره سيالي ختمه کړي))
بلخوا د پيښور يونيورسټۍ د نړيوالو اړيکو پروفسر عجاز خټک بيا وايې که چېرې پاکستان د ښو او بد دواړو طالبانو د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي نو د ده په خبره پخپله به په پاکستان او افغانستان کې امن پر ځای شي.
XS
SM
MD
LG