د لاسرسي ځای

تازه خبر

دساړه جنګ نه پس دنړیوالو له افغانستان سره سلوک


د سي اين اين پر ويب پاڼه خپرې شوې ليکنه کې راغلي، روسي ځواکونه ۲۵ کالونه وړاندې له افغانستانه ووتل او د دغه هېواد نهه کلن ښکېلاک يې پای ته ورساوه.

دغې پړاو ته افغانستان هله ورسېد چې ۱۵۰۰۰ روسي سرتېرو او د يو ميلين نه زياتو افغانانو خپلې زندګۍ له لاسه ورکړې.

د سړې جګړې په اختتام سره غربي هېوادونو افغانستان او سيمې ته شا کړه، چې په نتيجه کې يې افغانستان د سيمه ييزو طاقتونو تر مينځ د سياليو پر يوه ميدان بدل شو.

په افغانستان کې د قدرت تر لاسه کولو لپاره د افغان مجاهدينو د بېلا بېلو ډلو تر مينځ جګړې پيل شوې، چې په پای کې يې طالبانو د هېواد حکومتي واک او القاعده يو مضبوط مرکز تر لاسه کړ.

ليکنه زياتوي، دا مهال چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وخت رانيږدې کيږي، داسې اندېښنې ښودل کيږي چې دغه هېواد به يو ځل بيا له بد مرغيو سره مخامخ شي.

خو د ليکنې له مخې، ضروري نه ده چې هغه څه، چې د تاريخ په اوږدو کې په افغانستان کې شوي، په هم هغه ډول تکرار شي.

ليکنه کاږي، اول خو دا چې د افغانستان سياسي نظام که څه هم کمزوری دی، د ۱۹۸۰ کالونو د کميونسټي رژيم په پرتله د افغانانو لخوا له زيات ملاتړ څخه برخمن دی.

افغانانو ځانته يو ولسمشر وټاکو، او په نيږدې راتلونکي کې د حامد کرزي د ځای ناستي انتخابولو لپاره يې تيارۍ پيل کړي دي.

يوه بله نکته، چې په ليکنه کې اشاره ورته شوې، هغه تضاد دی چې افغانستان پلو د پخواني شوروي اتحاد او د امريکا متحدو ايالتونو د اوسني حکومت په پالېسيو کې مخ ته راځي.

روسانو هڅه کوله د افغانستان له لارې د جنوبي آسيا او مينځني ختيز هېوادونو ته خپل نفوذ وغځوي، خو امريکا لګيا ده د افغانستان د خپلواکۍ او ثبات لپاره کوششونه کوي، چې طالبان او القاعده و نه شي کړای په دغه هېواد کې بيا سر راپورته کړي.

په ليکنه کې ويل شوي، پاکستان د روسانو په وخت کې هم، او اوس چې د امريکا په مشرۍ په سيمه کې د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده، په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو پالېسۍ ته دوام ورکړی دی.

د ليکنې له مخې، همدغه په پاکستان کې د ترهګرو د پټن ځايونو د موجوديت مساله ده چې طالبانو ته په ماتې ورکولو او د افغانستان په ارامه کولو کې د تر ټولو غټ خنډ په توګه ياديږي.
XS
SM
MD
LG