د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوکراین اولیکسیندر تورخونوف عبوري ولسمشر وټاکلو


د یوکراین عبوري صدر اولیکسیندر تورخونوف
د یوکراین عبوري صدر اولیکسیندر تورخونوف

د یوکراين د پارليمنټ غړو خپل سپيکر اوليکسيندر تورخونوف د هيواد عبوري ولسمشر ټاکلی. د مئ په پنځه ويشتم تاريخ به د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات کيږي.

په يو کراين کې له دريوو مياشتو راهيسې د ولسمشر ويکټور يانو کوويچ د حکومت خلاف مظاهرې روانې وې. تېره ورځ ددې هيواد پارليمان نوموړی د ولسمشرۍ له چوکۍ ليري کړ.

پرون پخوانۍ وزیراعظمي يوليا تيما شينکو د کييف په خپلواکۍ ميدان کې له حکومت ضد احتجاج کوونکو غوښتنه کړې وه چې خپلې مظاهري دې نه پریږدي.

تيماشينکو چې پرون يې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته زرګونو مظاهره چيانو ته وينا کوله وويل چې حکومت بايد حساب ورکړي.

دیو کراین د پخواني ولسمشر ویکټور یانو کوویچ پرضد په هیواد کې وروسته له هغې پراخې مظاهرې پیل شوې وې چې نوموړي داروپايي ټولنې سره د نږدې همکارۍ تړون لاس لیک نکړ او د روسیې سره د نږدې پاتې کیدو هوډ یې ښکاره کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG