د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې کولتوري هلې ځلې زیاتې شوي دي


په خوست کې جوړ شوی یو فلم
په خوست کې جوړ شوی یو فلم

په دې وروستیو کلونو کې په خوست کې ادبي او فرهنګي هڅو د ځوانانو د ژوندانه په ټولنیز اړخ ډېر اغېز پریباسلی، دوی نه یوازې په پراخه کچه زدهکړو ته مخه کړې ده، بلکې تر څنګ يې د کولتوري او علمي جوړښتونو او ټولنوله لارې د علم، ادب او کولتور په ډګرونو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.

په خوست کې دا مهال په لسګونو ځوانانو علمي او ادبي کتابونه، شعري ټولګې،یونلیکونه، ناولونه، داستانونه، کیسۍ، مجلې او نورې ګټورې ریسالې خپرې کړي او دا بهیر د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په بره روان دی.

په ټولنیزو چارو کې هم د ځونانو د ګډون پراخیدل د دې لامل شوې، چې دوی با جراته شي او د ملي او نړیوالو مسلو او بهیرونو سره هم د دوی مینه او لیوالتیا په ډېریدو ده.

د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر سپین ګل روان نورزي د یکشنبې په ورځ مشال
راډیو سره په خبرو کې د خوستیو ځوانانو د یو شمېر کلتوري پرمختګونو یادونه کوي:

((موږ چې ګورو اوس ډیری ځوانان له پخواني حالت څخه راوتلي دي، کتابونه يې چاپ کړي دي، په یوازې ځان مجلې چاپوي، نو دا د مدني او کلتوري فعالیتونویوه بېلګه ده، چې په ځوانانو يې اغېز کړی دی او ځوانان يې مثبت لوري ته سوق کړي دي.))

د ښځو د بنسټونو په استازیتوب فیروزه ځدراڼ مشال راډیو ته د غازي ببرک خان ځدراڼ د ټولنیزې او کلتوري ټولنې د دویمې کالیزې په نمانځغونډه کې دښځو او نجونو په لیکو کې هم د ادبي هڅو د ډېریدو خبره کوي او وايي، که چیرې د ښځو پر وړاندې یو شمېر کورني محدودیتونه نه وي، نو په دې بهیر کې به د دوی ونډه نوره هم پراخه شي:

((په وروستیو کالونو کې د خویندو کلتوري او ادبي هڅې هم زیاتې شوي دي، د خویندو له طرفه ټولنې جوړې شوي دي، اوس ګڼ شمېر خویندې په شاعرۍ او لیکوالۍ بوختې دي، که څه د خویندو په فعالیتونو کې زیاتوالۍ راغلی، خو دا چې زموږ د خوست په سیمه کې ډیری کورنۍ نه غواړي، چې خور او لور يې د فرهنګ ډګر ته راووځي، شاعره شي یا لیکواله شي، مګر بیا هم موږه خپله مبارزه کوو او دا مبارزه به دوام لري.))

د مدني ټولنې فعال فیض الله غمخور د مدني او کلتوري هڅو د ښه پرمختګ له پاره د یو اغېزمن سیسټم او میکانیزم نه شتون د یو اساسي خنډ په توګه یادوي:

((د فرهنګي ټولنو په مخکې یوه ستره ستونزه دا ده، چې دوی ته لا تر اوسه سیسټم نه دی جوړ شوی، تر څو چې د مدني ټولنو له پاره سیسټم جوړ نه شي، کولتوري یا مدني ټولنې لکه څرنګه چې لازمه ده، فعالیتونه سرته نشي رسولای او که فعالیت ترسره هم کړي هغه به ګډوډ وي او هدف ته نشي رسیدلای.))

د غازي ببرک خان ځدراڼ د ټولنیزې او کلتوري ټولنې مشر رفیع الله زیار، چې په خوست کې د یادې ټولنې د تاسیس د دویم کال د نمانځغونډې کوربه وو، د یادې ټولنې ځنې مهمې لاسته راوړنې داسې یادې کړې:

((غازي ببرک خان ټولنیزې او کلتوري ټولنې دوه کاله وړاندې د یو شمېر ځوانانو په موجودیت سره خپل فعالیت په ډېرو نشتو امکاناتو سره پیل کړ، خو اوس چې موږ د دې ټولنې کړنې ارزوو، د تېرو دوو کالونو په پرتله چې هغه مخکې ول اوس بیخي ښه شوي دي، دا ټولنه چې ده،د بیلابیلو ملي او سیمه ییزو مسایلو او فرهنګي فعالیتونو په اړه يې تقریباً تر شلو زیاتې غونډې کړي دي، همدارنګه يې ځوانان دې ته هڅولي چې نشه پریږدي، کسب زده کړي او یا هم زده کړې وکړی، د دې ترڅنګ یوه درې میاشتنۍ مجله هم لري، چې د ولولې په نامه یادیږي، همدارنګه يې په دې وروستیو کې یو کتاب هم چاپ کړی دی.))

د خوست د ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې سیمه ییزه اداره د مدني او کلتوري ټولنو د فعالیتونو په اغېزمنتوب باور لري او له همدې کبله ده، چې دوی د مدني ټولنو د همغږۍ او پیاوړتیا له پاره ډېرې هڅې کړي دي:

((دا چې مدني بنسټونه په ځانګړي توګه مطبوعات د ټولنې د سمون او اصلاح له پاره ډېر بهترین رول لوبولی شي، همدغه مهمترین رول ته په پام سره ولایتي اداره پلان لري، چې لومړی د دوی ترمنځ همغږي پیدا کړي، ګډ تفاهم رامنځته کړي او بالاخره دوی سره په همغږۍ کې هغه اړین اقدامات ترسره کړي، چې د مدني ټولنو او رسنیو د پیاوړتیا او غښتلتیا سبب ګرځي. موږ له نیکه مرغه په خوست کې د مدني ټولنو سره او د رسنیو سره ډېره له نږدې همغږي لرو او په تفاهم کې ځني مشترک فعالیتونه پر مخ وړو.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې دا مهال شاوخوا اویا بیلابیل مدني او ټولنیز جوړښتونه فعالیت لري، چې ځني بنسټونه او ټولنې توانیدلي د خلکو او ځوانانو په وېښتابه، د دوی په هڅونه او د ځونانو په علمي او فکري وده کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
XS
SM
MD
LG