د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو غوښتنې


په خوست کې یو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنو غړیو د یوې خبري ناستې له لارې یو ځل بیا د افغانستان د ولسمشر او مالیې وزیر نه په کلکه وغوښتل، چې د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو په برخه کې دې عملاً اقدام وکړي

په خوست کې یو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنو غړیو د یوې خبري ناستې له لارې یو ځل بیا د افغانستان د ولسمشر او مالیې وزیر نه په کلکه وغوښتل، چې د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو په برخه کې دې عملاً اقدام وکړي او د نوموړي مهم سوداګریز بندر د ترانزیټ کیدو رسمي چارې دې بشپړې کړي.


دوی ګوت څنډنه وکړه، که چیرې تر دې زیات په دې کار کې غفلت وشي، نو د یاد ولایت اوسیدونکي به د خوست-کابل لویه لار وتړي، د ګمرکي چارو مخه به ونیسي، په ډله ییز ډول به د خوست ښار دوکانونه تړي او په راتلونکیو ټولټاکنو کې به د دې سیمې د اوسیدونکیو په ګډون له سره فکر وکړي.

نوموړې خبري ناسته چې د شنبې په ورځ ماسپښین مهال د هېوادپال ځواک په ټولنیز بنسټ کې جوړه شوې وه، یادونه وشوه، دا چې د پاکستان د ماليې وزارت چارواکي د کندهار او ننګرهار ولایتونو ته د ریل ګاډو د پټلۍ د غځولو د لارو چارو پر سر د خبرو اترو له پاره کابل ته راځي، نو باید د افغانستان ماليې وزارت چارواکي د غلام خان بندر د ترانزیټ موضوع په جدي ډول پاکستاني لوري سره مطرح کړي.

د خوست ښار د سوداګرو او دوکاندارانو د صنفي اتحادیې مشر کرامت خان خپلواک مشال راډیو ته وویل، چې د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو دا ځل غوښتنه يې جدي ده او دوی به د هرې ممکنې قانوني لارې د دې بندر د ترانزیټ کیدو له پاره هڅې وکړي.

ده په دې برخه کې د پاکستانیو سوداګرو د چمتوالي خبره هم یاده کړه:

((د ولسمشر نه د مالیې وزیر نه او د ټولو اړوندو ادارو نه په ځانګړي ډول د رسنیو د محترمو استازیو نه مو غوښتنه داده، چې زموږ غږ د هر چا تر غوږونو ورسوي، دوولس کاله کیږي چې د خوست لاره ترانزیټ شوې ده، سره له دې چې زموږ لاره د نورو لارو په پرتله ۳۶۵ کیلومتره نږدې ده، زموږ غوښتنه دا ده که چیرې د خوست لاره ترانزیټي نه شي، موږ به هغه محصول چې ګمرک ته يې ورکوو، هغه به قطع کوو، د خوست-ګردیز لاره به تړو او د خوست ښار ټول دوکانونه به بندوو، په دې برخه کې پاکستاني سوداګر هم تیار دي او په ورته توګه يې د خپلو ادارو نه د غلام بندر د ترانزیټ غوښتنه کړې ده.))

په خوست کې یو تن ملي سوداګر الف شاه وايي، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو د دې ټولو مسلو د بدو عواقبو مسوولیت به هغه چا ته متوجه وي، چې په دې اړه غافله دي او دې ولایت سره د مور او میرې سلوک کوي:

((که دمالیې وزیر د غلام خان بندر ترانزیټ کیدو ته عملي جامه وروانغوندي، موږ د خوست ولایت ټول خلک په یو غږ او یو اتفاق بالکل به په ټاکنو برخه هم وانخلو، دا چې له دې کاره څه پیښیږي، څومره بې امنیتۍ راځي او څومره بربادۍ راځي د دې مسوولیت به هم د دوی په غاړه وي.))

د مدني ټولنې فعال فیض الله غمخور د افغانستان، پاکستان سیمې او نړۍ په کچه د امنیت په برخه کې د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو ارزښت یادوي او وايي په دې سره د سیمې په امنیت کې ښه والۍ راتلای شي:

((د پاکستان د مالیې وزیر راځي کابل ته، په دغه سفر کې افغاني لوری غواړي چې کندهار ته د ریل ګاډي د پټلۍ په غځولو، همدارنګه د پېښور نه تورخم او ننګرهار ته د ریل پټلۍ د رسولو پر سره خبرې وکړي، نو دا ځل زموږ غوښتنه دا ده، چې افغان حکومت دې د غلام خان د ترانزیټ کیدو چې په اقتصادي لحاظ افغان سوداګرو ته ډېره نږدې لاره ده، همدا شان په امنیتي لحاظ نړۍ ته مهمه خبره ده، ځکه هغه سونزې چې د شمالي او جنوبي وزیرستان نه افغانستان، پاکستان او نړۍ ته پېښې دي، هغه د هېچا نه پټې نه دي، که چیرې دغه لاره ترانزیټ شي، زه په بشپړ ډاډ سره ویلای شم، چې سیمه به په امن کې شي، افغانستان به په امن کې شي، پاکستان به په امن کې شي او نړۍ به په امن کې شي.))

د یادونې وړ ده، د خوست نه غلام خان بندر ته د ۲۵ کیلومتره سړک د بیا رغونې چارې یو ځل بیا د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د انجینرۍ ګروپ له خوا پیل شوي، خو د ترانزیټ د رسمي کیدو په موضوع کې ځنډ خلکو ته بې ځوابه دی، ځکه پاکستاني سوداګر هم د افغاني سوداګرو په شان د یادې لارې د ترانزیټ غوښتنه لري او په دې لاره د سوداګریز چارو په ګټه ټینګار کوي.
XS
SM
MD
LG