د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمشنرۍ دفتر په ایران کي د مرګ سزاګانو په زیاتیدو باندې ژور خپګان څرګند کړی.
دا دفتر وایي، په ایران کي په تیرو ۷ اونیو کي لږترلږه اتیا کسانو ته پهانسي ورکړل شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمشنرۍ دفتروایي، د نړیوالو قوانینو له مخي، د نشه یي موادو جرمونو لپاره د پهانسۍ سزا نشته.
د ملګرو ملتونو سازمان وایي، دوي د ایران د اهواز د عربو ټولنې د دوو غړیو هادي رشیدي او هاشم اموري ته د مرګ په سزا ورکولو سخت خفه شوي دي.
دا دوه کسان د جنورۍ میاشت کي وروسته له هغې اعدام شول چې له خداي سره د دښمنۍ، اداري فساد او د ایران د ملي امنیت ضد جرمونو محکوم شول.
دا کسان له اعدام مخکي په زندان کي شکنجه شوي او محاکمه یي عادلانه نه وه.
ایران په ۲۰۱۳ م میلادي کال کي لږ ترلږه ۵۰۰ کسان اعدام کړیدي.