د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: ملي پوځ مو ګواښونو ته د ځواب جوکه دی


د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ملي پوځ د مهارت او ظرفیت له پلوه د هغوګواښونو ځواب وایي چې نړۍ یي په اړه اندیښنه لري.

ددي وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي دا خبره پرون له مشال راډیو سره په خبرو کي وکړه او زیاته یي کړه چې د ملي پوځ راتلونکي ته زیات هیله من دی.

دا پداسي حال کي ده چې د ناټو عمومي منشي اندری فوغ راسموسین ايسوسيټيدپرس آژانس سره مرکه کې ویلي، که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي، افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرستو ته به زیان ورسیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG