د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: که ایراني عسکر د دوی په خاوره کې وو نو د میندلو لپاره به یې هڅې وکړي


پاکستان ويلي دي که چېري د ايران تښتوول شوي سرحدي سرتېري په پاکستان کې وي، نو دوي به يې د راخوشي کولو لپاره ضرور قدم پورته کوي.

دا خبره په کوټه کې پرون د پاکستاني او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو اترو درې ورځنۍ غونډې وروستو له رسانيو سره په خپلو خبرو کې د بلوچستان چيف سکټری بابر فتح محمد يعقوب وکړه.

څو ورځې وړاندی ايران خبرداری ورکړې وو که چېرې پاکستان په دی روستيو کې د دوي د نيول شوو پنځه پوله ساتونکو سرتيرو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه کړل نو کېدېشي چې دوي د وسلوالو خلاف عملياتو لپاره پاکستان ته خپل ځواکونه وليږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG