د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر ویلي ، ولس یې د قربانیو ستاینه کوي


د پاکستان د پوځ مشر وايې د ترهه ګرۍ لعنت له منځه وړو لړ کې ټول قوم د دوي قربانۍ مني او ستاينه يې کوي.

د پوځ مطبوعاتي دفتر لخوا پرون په خپاره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې راحيل شريف ويلي د ملک خپلواکۍ او سلامتۍ ته د هيواد دننه او بهر ورپيښو چلنجونو د مخنوي په لړ کې دی څوک د پوځ په صلاحيت شک نه کوی.

د پوځ مشر زياته کړی امنيتي سرتيرو د ولسي ابادۍ په مرسته او د ټول قوم په ملاتړ يو شمېر سيمې له وسلوالو پاکې کړيدي.

ياده دی و ي چې څو ورځې وړاندی دپاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي وو چې له ده سره په خبرو کې وزيرعظم نواز شريف ويلي وو چې د طالبانو پرضد د عملياتو د کاميابېدو ۴۰ فيده چانس دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG