د لاسرسي ځای

فارن پالیسي مجله پوښتنه راپورته کوي چې آیا له هغو وسله والو سره د سولې خبرې اترې کیدای شي چې په ازاد مټ خلاف ورزي کوي، له تشدد نه کار اخلي او د هغو ټولو د له منځه وړلو خبره کوي څوک چې د دوی په شان سخت دریځه عقیده نه لري؟

فارن پالیسي مجله پوښتنه راپورته کوي چې آیا له هغو وسله والو سره د سولې خبرې اترې کیدای شي چې په ازاد مټ خلاف ورزي کوي، له تشدد نه کار اخلي او د هغو ټولو د له منځه وړلو خبره کوي څوک چې د دوی په شان سخت دریځه عقیده نه لري؟ او یا د دغو شان بریدونو خلاف د دوامداره امن او د جمهموري اقدارو د حفاظت لپاره پوځي کاروايي یواځنۍ لاره ده که څنګه؟


مجله لیکي دا هغه پوښتنې دي چې نن سبا پرې په پاکستان کې بحث تود دی چې د جمهوریت پلویان یو واری بیا د هېواد د مستقبل لپاره کوششونه کوي. خو دا ځل دوی د پوځ نه بلکه له طالب وسله والو سره مخامخ دي.

د مجلې په خبره د جمهوریت په لور د پاکستان د پرمخ تللو باوجود د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د مذاکراتو پيل دغه هیلی په شک کې اچولي دي.

د ډېرو کلونو لپاره د خواري نه پس چیرته پارلیمان د استبدادي واکمنانو نه خلاص شو خو اوس طالبان د ایین بالا دستي نه مني او اسلامي جمهوریت ېې غېر اسلامي بللی دی.

دوی غوښتنه کوي چې د ایین پر ځای د دوی د فکر شریعت نافذ کړل شي چې هم دغه ېې د امن لپاره شرط اېښې دی.

د دوی لخوا دهړکې ورکړل شوي دي چې ۵۰۰ ښځینه ځانمرګي برید کونکي ېې د حملې لپاره تیاری ساتلي دي.

بلخوا د سي این اې نومي څېړنیز مرکز په رپورټ کې ویل شوي دي چې د روان کال تر اخره د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته به په افغانستان کې امنیتي حالات د لا نورو چېلنجونو سره مخامخ وي، د طالبانو د یاغیتوب نه به د هېواد استحکام ته زیات ګواښ ورپېښ وي او له القاعده سره تړلی وړه ډله به د هېواد په شمال شرقي برخه کې په لری پرتو سیمو کې فعاله وي.

رپورټ وايي چې په افغان ملي پوځ او پولیسو کې د درې لکه دری اویا زره څلور سوه برابر نفري ته به ضرورت وي چې د موجوده شمېر نه اوس هم کم دي خو د اداری په خبره دا بیا د هغه شمېر نه زیات دی چې په 2012م کال کې په شکاګو ښار کې د نېټو په سرمشریزه غونډه کې ېې اندازه شوې وه.

اداره وايي، د ضرورت مطابق شمېر نه کم پولیس او پوځ لرل به د افغانستان د استحکام لپاره ګواښ وي او ورسره به په هېواد کې د امریکا د پالیسي هدف کامیابي حاصله نه کړي.

سي این ای تحقیقاتي مرکز وايي، د افغان ملي پوځ جوړښت او شمېر چې کوم یی دوی تجویزوي، د موجوده پوځ د ډانچې نه بدل دی.

اداره زیاتوي افغان ملي پوځ زیاته کامیابي هغه وخت تر لاسه کولی شي چې د نورو پوځي یونټو پرځای د مرستې زیاتی یونټي و لري او د پوځ څه برخه د کمو خطر لرونکو سیمو نه هغو سیمو ته منتقل کړل شي چیرته چې زیات خطر ورپېښ وي.

اداره وايي، له دغو ګامونو سره به د 2018م پورې د افغان پوځ د کامیابۍ امکان زیات شي او ورسره د جګړې د ختمولو په لړ کې مزاکراتي سیاسي جوړ جاړي ته هم لاره برابریږي.

د ادارې په خبره د افغان پوځ او د هېواد امنیت لپاره د امریکا او نړیوالی ټولنی مالي مرسته او نور ملاتړ هم ډېر ضروري دی.
XS
SM
MD
LG