د لاسرسي ځای

شیرزی: په انتخاباتو کې د هیڅ کاندید په ګټه نه تیریږم


د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ګل اغا شېرزي د يو شمېر بهرنيو رسنيو هغه راپورنه رد کړل، چې ګويا دى د کوم کانديد په ګټه تېريږي.

د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ګل اغا شېرزي د يو شمېر بهرنيو رسنيو هغه راپورنه رد کړل، چې ګويا دى د کوم کانديد په ګټه تېريږي.


نوموړي نن د جمعې په ورځ د یوې خبرې غونډې پر مهال یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي هم تورن کړل چې د یوه مشخص کاندید په ګټه کمپاین کوي.

د ولسمشريزو ټاکنو کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي د جمعې په ورځ په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، چې يو شمېر بهرنيو رسنيو راپورونه خپاره کړي، چې شېرزى د ولسمشرۍ د بل کانديد زلمي رسول په ګټه تيريږي .

شېرزي وویل، چې د هيچا په ګټه نه تېريږي او تر اخرې ورځې پورې به خپله مبارزه جاري ساتي.

شېرزي همدا رنګه له حکومته غوښتنه وکړه، چې د کانديدانو پر وړاندې يو شان چلند وکړي او له يو مشخص کانديده ملاتړ ونه کړي .

نوموړي یو شمېر دولتي چارواکي هم تورن کړل، چې د یوه مشخص کاندید په ګټه کمپاین کوي.ښاغلي شیرزي په دې اړه وویل:

"ما د شکایتونو د اوریدو کمیسون ته رسمي مکتوب استولی دی، چې د پارلمان وزیر همایون عزیزي او د وزارت داخلې دوه جنرالان عبدالهادي خالد او جنبش په بېلابېلو ولایتونو د زلمي رسول په ګټه کمپاین کوي، چې باید د دې مخنیوی وشي."

تر اوسه پورې ښاغلي عزیزي په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و، چې په تېرو څو میاشتو کې یي د ځینو کاندیدانو په کمپاینونو کې له دولتي وسایلو نه د کار اخیستلو په تور څه باندې لس پولیس له دندې لیرې کړي دي.

بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مسوولین وايي، چې تر اوسه د ښاغلي شیرزي د ادعا په اړه دې کمیسون ته کوم مکتوب نه دی رسیدلی.

د دې کمیسون ویاند نادر محسني مشال راډیو ته وویل، که چېرې په دې اړه ورته مکتوب ورسیږي نو له قانوني سره سم به چلند وکړي:

"په دې اړه کوم رسمي مکتوب یا شکایت موږ ته نه دی رسیدلی، هر وخت چې موږ ته د نوموړي مکتوب ورسیږي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د قانون د احکامو په رڼا کې به ورته رسیده ګې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې، افغان حکومت تل ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د مشخص کاندید په اړه کمپاین وکړي.

ولسمشرکرزي یو ځلي بیا په خپلې وروستۍ راډیوي وینا کې ټولو دولتي کارکوونکو ته امر وکړ چې؛ په انتخاباتو کې له دولتي امکاناتو نه د کوم کاندید په ګټه یا تاوان کار وانه خلي.

د جمهوري ریاست د یوولسو کاندیدانو انتخاباتي کمپيانونه د دلوې په دیارلسمه نېټه پیل او د حمل تر دیارلسمې به دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG