د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د پاکستانيو سرتېرو د وژنې له ځایه نه یو خبر


افغان چارواکي د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو طالبانو په لاس د پاکستان اېف سي سرتېرو له وژل کېدو بېخبري ښيي.

افغان چارواکي د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو طالبانو په لاس د پاکستان اېف سي سرتېرو له وژل کېدو بېخبري ښيي.

د چارشنبې پر ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ضرار مقبل عثماني پر دې پېښې د خپګان څرګندونې تر څنګ وویل، په دې اړه دقیق مالومات نه لري چې هغه سرتېري به د افغانستان پر خاوره وژل شوي وي او که نه.

تر دې مخکې د امنیتي او بهرنیو چارو لپاره د پاکستان وزیر اعظم سلا کار سرتاج عزیز، افغان حکومت ته سخت او جدي احتجاج وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر ووبپاڼه پر خپور شوي بیان کې راغلي، دا احتجاج سرتاج عزیز پرون په مالدیپ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل عثماني ته کړی دی.

دواړه مشران هلته د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان (سارک) غونډې ته تللي دي.

عزیز له عثماني غوښتنه وکړه چې د سرتېرو په وژنه کې ککړ کسان دې ونیسي او ورته دې سزا ورکړي.

د فبرورۍ پر ۱۷مه نېټه په پاکستان کې وسله والو طالبانو وویل، د اېف سي هغه ۲۳ سرتېري یې وژلي دي چې دوی په ۲۰۱۰ز کال کې تښتولي ول.
XS
SM
MD
LG