د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ډوګر روغتون له ورانېدو پس جوړ نه شول


له سدې تحصیله خواوشا ۳۰ کلومیټره لیرې ډوګر سیمه د منځنۍ کورمې ایجنسۍ د مسوزو سیمې په حدودو کې راځي.


په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې د ډوګر سیمې خلک وايي چې د صحي سهولتونو د کمي له امله له یو شمیر ستونزو سره مخامخ دي.


د ځایي اوسېدونکو په خبره چې په سیمه کې یوازنۍ سرکاري روغتون دوه کاله وړاندې د وسله وال طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمینځ د نښتو پر وخت ړنګ شوی دی خو لا هم ونه رغول شو.
د سیمې یو تن واحد الله د مشال راډیو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د روغتون په جوړولو دې زر تر زره کار پیل کړي ځکه چې دوی په سختو مشکلاتو کې دی:

" په ډوګر سیمه کې پر روغتون کار پیل شو خو له بده مرغه د پوځي عملیاتو پس پرې کار ودرېدو. د روغتون ودانې د امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمینځ د نښتو په وخت ړنګ شوې وه. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې روغتون په بیا جوړولو دې کار شروع کړل شی ځکه چې په سیمه کې بل روغتون نشته او دوی مجبوره دي چې لیرې لیرې ځايونو ته د علاج لپاره ولاړ شی"

له سدې تحصیله خواوشا ۳۰ کلومیټره لیرې ډوګر سیمه د منځنۍ کورمې ایجنسۍ د مسوزو سیمې په حدودو کې راځي.

په منځنۍ کورمه ایجنسۍ کې د جون میاشت ۲۰۱۱ کال راهیسې د وسله وال طالبانو پرضد پوځي عملیات روان دي.

په سیمه کې د وسله وال طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د نښتو له امله په پاړه چمکنۍ، مسوزو او علي شېرزو سیمو کې د خلکو له کورونو سره سره یو شمیر د صحت او تعلیمي ادارې و ته زیان رسېدلی دی.

په سیمه کې د ډوګر روغتون علاوه د څارویو روغتونونه هم د نښتو په وخت په مکمله توګه تباه شوي دي.

په مسوزو سیمه کې امن راتلو پس خواوشا دوه کاله وشولو چې خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي دي خو د سیمې یو تن اعجاز احمد مشال راډيو ته وویل دوی له هم د صحت سهلاتونو نه محرومه دی.

د صحت محکمې مشر چارواکي اېډیشنل ایجنسۍ سرجن ډاکټر شیر خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې دوی غواړی، هر یو کس ته د صحت اسامیتاوې ورسېږي.
نوموړی زیاته کړه چې کله په سیمه کې حالات په مکمله توګه ددوی په قابو کې شي نو د ډوګر روغتون په بیا جوړولو به کار پیلیږي:

"دغه روغتون د پاک سعودي فنډ په مالي مرسته د پوځ په سرپرستۍ کې جوړېږي، خو حالات سم نه دي، نو ځکه تراوسه پرې کار نه دی شروع شوې. چې کله د یو پراجیکټ لپاره فنډ منظور شي نو بیا پر هغه پراجیکټ باندې هرومرو کار کیږی نو دغه روغتون ته هم فنډ منظور شوی دی خو چې کله په سیمه کې حالات ښه شي کار به پرې پیل شي. په ډوګر بازار کې موږ په کرایه ځای نیولی دی او هلته کې ډاکټران ناست دي او د خلکو علاج کوي"

په کورمه ایجنسۍ کې د خلکو د علاج لپاره ۲۲ بنیادي صحي مرکزونو علاوه ۵۶ ورکوټي او غټ روغتونونه دي.

په سیمه کې ۷ سرکاري روغتون د مختلیفو شخړو په وخت په مکمله توګه تباه شوي دي چې تراوسه بیا نه دې رغول شوي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG