د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر له مخالفینو سره پر اوربند سلا شوی


د اوکراین ولسمشر ویکټور یانو کوویچ او د اپوزېشن مشران په هیواد کې د روان کړکېچ د هواري لپاره پر اوربند او نېغ په نېغه خبرو سلا شوي دي.

ولسمشر یانو کوویچ دا اعلان له هغه وروسته پر ولسمشریزه ویب پاڼه وکړ چې د چارشنبې په شپه یې په کییف کې د اپوزېشن له درو مهمو مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

امریکا ولسمشر بارک اوباما په اوکراین کې د رامنځ ته شوي تشدد غندنه کړې او ویلي یې دي چې سپینه ماڼۍ به په دې هیواد کې روان حالت له نژدې څاري.

ولسمشر اوباما وویل: (که دا اوربند عملي شي نو دا به دواړو غاړو ته نوبت په لاس ورکړي چې خپل اختلافات په سوله ییزه توګه هوار کړي. او موږ به د امکان تر حده له یوکراین سره مرسته کوو چې دوی سوله ییز حل ولټوي ، او د یو داسې قوي او متحد جمهوریت لپاره د خپل ولس هیلو ته ځواب ووايي چې په نړیواله ټوله کې په پوره توګه ورګډ وي)

په روانه اونۍ کې لږ تر لږه شپویشت کسان وژل شوي چې دا د تېر کال په نومبر کې د ولسمشر ویکټور یانو کوویچ پر ضد د پیل شوي احتجاج په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ پېښې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG