د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ملاله فنډ په مرسته د لوبو مېله


په سوات کې د ملاله فنډ په مرسته د لوبو مېله
په سوات کې د ملاله فنډ په مرسته د لوبو مېله

د لوبو په دغه پنځه ورځنۍ مېله کې به هاکي، کرکټ ، فټ بال، بيډمېنټن، والي بال، تېکوانډو او نورې لوبې ترسره کېږي.

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د ملالې یوسفزۍ خېرښېګړې ادارې ملاله فنډ په مرسته د لوبو پنځه ورځنۍ مېله پېل شوې چې پکې بېلابېلې لوبې به ترسره کېږي.


د سوات سيدو شريف لوبغالي (ګراسي ګرونډ) کې د دغه لوبو ميلې پرانستنه د ملاله فنډ غړي احمدشاه وکړه.

پر دې مهال هغه وویل چې د ملک سعد سپورټس ټولنې په مرسته دې مېلې ټول مالي لګښت به ملاله فنډ ورکوي چې په سوات کې زلمو ته د ساتېري ګټورې موقعې په لاس ورکړي.

د ملک سعد سپورټس ميلې تابياکونکي او د لوبو څارن محمد رحيم خيال وايي، چې د لوبو په دغه پنځه ورځنۍ مېله کې به هاکي، کرکټ ، فټ بال، بيډمېنټن، والي بال، تېکوانډو او نورې لوبې ترسره کېږي.

د ښاغلي خیال په خبره په دې لوبو کې به له څوارلس نه تر څلورویشتو کلنو زلمي لوبغاړي برخه اخلي چې په دې ترڅ کې به غوره لوبغاړي رامخ ته شي.

د سيدوشريف لوبغالي کې د فټ بال يو پخوانی لوبغاړی وايي، چې دوی دغه لوبو ته زښته خوشاله دي، ځکه چې لوبې ځوانان له ناوړه کارونو دروي او صحتمند چاپېریال ورته برابروي.

که څه هم په سوات کې د ژمي ساړه بادونه چلېږي خو دغه مېلې ته ګڼ خلک لیدو ته ورغلي دي.

د فټ بال يو لوبغاړی ظاهر علي مشال راډيو ته وویل، که څه هم دې مېلې ته ډېره خوشاله دي خو په سوات کې د لوبو میدانونه ډېر کم دي او چې کوم ځینې شته، هغه کنډکپر دي بیا رغونه او خسمانه یې نه کېږي. که د لوبو میدانونو ته سرکاري پاملرنه وشي نو په سیمه کې به ډېر پیاوړي او تکړه لوبغاړي پیدا شي.





XS
SM
MD
LG