د لاسرسي ځای

د خوست د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا د خوست ښار د کاروان سرای په سیمه کې یوه پنځه کسیزه وسلواله ډله د غلاوو په تور ونیوه او همدرانګه یو بل تن يې د تڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو د قاچاقو په تور نیول شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا د خوست ښار د کاروان سرای په سیمه کې یوه پنځه کسیزه وسلواله ډله د غلاوو په تور ونیوه او همدرانګه یو بل تن يې د تڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو د قاچاقو په تور نیول شوی دی.


د خوست امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد ادارې مدیر سمونمل ګلداد د چهارشنبې ورځې ناوخته مشال راډيو ته وویل، چې د غلاوو په تور يې وسلواله پنځه کسیزه ډله تېر ماښام د کاروان سرای په سیمه کې نیولې ده.

د ده په وینا، په نیول شویو کې داسې کسان موجود ول، چې پخوا يې هم جرمي سابقه درلوده او پولیس يې د نیولو په لټه کې وو، چې بلاخره د خلکو د اطلاع او کشفي ادارو په هلو ځلو د کاروان سرای سیمې یوه حجره کې ونیول شول، کوم چې یو ځل بیا د غلا او سرقت له پاره هغه ځای راغونډ شوي ول:

((یوه ډله غله چې په اکثرو جرمونو کې يې لاس لاره د خلکو د پرله پسې شکایتونو او زموږ د کشفي ادارو په کوښښونو ونیول شول، دوی په یوه حجره کې سره راټول شوي ول، تر څو چې بیا هم د کوم چا کور ته ورواړي، سرقت وکړي او زموږ هېوادوال وځوروي، نیول شوي کسان پخوا هم توقیف شوي ول، خو د عدلي او قضايي ادراو له خوا خوشي شوي وو.))

سمونمل ګلداد زیاتوي، چې دوی یو کس د خودساخته الکولي مشروباتو د قاچاقو او خرڅولو په تور د تڼیو د للمۍ په سیمه کې نیولی دی.

بلخوا د خوست د استناف څارنوالۍ رئیس محمد شعیب ثابت د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د تیرو دستګیریو په تعقیب يې نن ورځ یو کس یو تن څارنوال ته د یوزرو دوه سوه ډالرو د بډې ورکولو په تور لاس په لاس نیولی او توقیف شوی دی.

د یادونې وړ ده د سه شنبې په ورځ هم د خوست استناف څارنوالۍ له خوا د تریزیو ولسوالۍ یو شمېر چارواکي د وظیفوي غفلت او د دعوې د یو اړخ د جانبدارۍ په تور توقیف شوي ول.
XS
SM
MD
LG